منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل کې د اسلامي تاريخي اثارو نندارتون پرانيستل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ۹۷): په کابل کې د ساسانيانو، طاهريانو، صفاريانو، غوريانو او تيموريانو د دورو اړوند اسلامي تاريخي اثارو نندارتون پرانيستل شو.

دغه نندارتون نن په ملي موزيم کې د روژې مبارکې مياشتې او د موزيم د نړيوالې ورځې د قدرونې مراسمو سره هممهاله افتتاح شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست محمد رسول باوري خبريالانو ته وويل چې په دغه نندارتون کې د بېلا بېلو اسلامي دورو اړوند جنګي وسايلو، جامو او د کور سامانونو په شمول شاوخوا ۱۰۰تاريخي اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

د نوموړي په وينا، په موزيمونو کې ساتل شوي اثار، د هېوادونو د کلتور او تاريخي پېښو بيانوونکی دی چې په تېر وخت کې يې شتون درلود.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په هېواد کې ورانوونکې جګړې ته په اشارې سره وويل: "په هېواد کې د کورنيو جګړو له پيلېدو مخکې، په ملي موزيم کې کابو ۱۰۰زره لرغوني او تاريخي اثار ساتل کېدل، خو په ځينو جګړو کې شاوخوا ۷۰زره له منځه تللي او لوټ شوي دي."

باوري وويل چې اوس د نيول شويو تدابيرو له مخې، په دغه موزيم کې کابو ۶۵زره لرغوني او تاريخي اثار د ملګرو ملتونو د ښوونيز، علمي او کلتوري سازمان (يونيسکو) او نورو بنسټونو په مرسته راټول شوي او ساتل کېږي.

د ملي موزيم مشر فهيم رحيمي وويل چې دغه اداره يو ميليون ډالر بوديجه لري او ټاکل شوې ده چې د موزيم د پراختيا او د نوې ودانۍ د جوړېدو لپاره ترې کار واخيستل شي.

د نوموړي په وينا، دغه پيسې به په پنځو تر شپږو راتلونکو کلونو کې ولګول شي.

په افغانستان کې د يونيسکو استازي پاټريشيا مک فيليپس د کورنيو جګړو په بهير کې د افغانستان د ملي موزيم تخريب او لوټلو ته په اشارې سره، د دغه موزيم د بيا جوړېدو لپاره د افغان چارواکو د هڅو ستاينه وکړه.

نوموړي وويل: "داسې ورځې راته ياد دي چې په دغه موزيم کې هېڅ شی نه و، خو نن دلته هرڅه شته او ډېر بډای شوی دی."

د افغانستان ملي موزيم په ۱۲۸۸لمريز (١٩١٩ز) کال کې د کابل ښار په باغ بالا سيمه کې جوړ شو او شپږ کاله وروسته د ارګ کوتي باغچه ماڼۍ او بالاخره په ۱۳۱۰کال کې په دارالامان کې اوسنۍ ودانۍ ته ولېږدول شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي چې اوسنی نندارتون به تر راتلونکې يو کال پورې د عامه ليدنې لپاره پرانيستل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور