منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند د سولې کاروان سره زابل کې نهه تنه ملګري شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کلات (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٧) : د هلمند د سولې پلى کاروان په کلات ښار کې تر درېيو شپو ورځو تېرولو وروسته د نهو زابليانو په ملتيا د غزني پر لوري روان شو.

شاوخوا درې مياشتې مخکې يو شمېر ځوانانو په هلمند کې د سولې لپاره د پرلت خېمه وهلې وه، ددې خېمې ګډونوال  شاوخوا دوه اوونۍ مخکې له لښکرګاه څخه د کابل پر لوري پلي روان شوي دي.

د دغه کاروان يو غړي اقبال خيبر په کلات ښارکې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى موخه د جګړې تر ښکېلو غاړو او عام ولس پورې د سولې غږ رسول دي

نوموړي زياته کړه چې شاوخوا لس ورځې وړاندې يې له لښکرګاه څخه حرکت کړی او تر کابله پورې به پلي ولاړ شي، ځای ځای به خلکو سره غونډې وکړي او د سولې پيغام به ورته ورسوي.

خيبر وايي، د دوى کاروان ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دى.

له کلات ښار څخه هم له دغه کاروان سره نهه تنه ملګري شوي او غواړي په دې برخه کې خپل ملي رسالت ادا کړي .

انارګل نوري چې له کلاته له دغه کاروان سره ملګری شوی وايي، بالاخره د هر جنګ پای سوله ده؛ نو په کار ده چې افغانان پر وخت حالت درک کړي او نور د يو بل له وژنې لاس واخلي.

هغه وايي، هڅه به وکړي چې وسله وال طالبان او حکومت وهڅوي چې سوله وکړي، يا لږ تر لږه د روژې مبارکې په مياشت کې اوربند اعلان کړي

په تېرو دريېو ورځو کې له هلمنده راغليو ځوانانو د کلات ښار په بېلابېلو جوماتونو او عامه ځايونو کې له ولس سره بېلابېلې غونډې وکړې، خلکو ته يې خپلې موخې او تګلاره واضحه کړه.

د زابل له مرکز کلات څخه نهه تنه په داسې حال کې د سولې له پلي کاروان سره ملګري شول چې له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې په کلات ښار کې د سولې خېمه هم ولاړه ده .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور