ژبه

د افغانستان زرګونو علماوو روانه جګړه حرامه وبلله

کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٧): د افغانستان زرګونو علماوو په کابل کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د روانې جګړې پر ضد فتوا ورکړه او دا جګړه یې حرامه وبلله.

د افغانستان د علماوو شورا يوې سرچينې د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ټول هېواد څخه شاوخوا درې زره علماء نن د لويې جرګې په خېمه کې راټول شول.

له يادې غونډې وروسته په ٢٦ مخونو ديني عالمانو يوه فتوا صادره کړه چې په لومړيو برخو کې يې د سولې پر ارزښت رڼا اچول شوې ده.

په پاى کې په اوو مادو کې فتوا صادره شوې چې په لاندې ډول ده:

لومړى: د افغانستان اسلامي جهموريت چې له ۹۹ سلنه ډير خلک يې مسلمانان دي او اساسي قانون يې د سيمې په کچه تر ټولو ډېر اسلامي دی، پر وړاندې يې وسله واله مبارزه او د جهاد تر نامه لاندې کړنې هېڅ راز شرعي جواز نه لري؛ د ديني نصوصو پر اساس د جهاد حکم يواځې د اسلامي دولت (مسلمان حاکم) واک دی.

دويم: دا چې په افغانستان کې جګړه ورځ بلې ته پسې غځېږي او هره ورځ د دې جګړې په ترڅ کې له دواړو غاړو او ولسي خلکو په لسګونو کسان وژل کېږي او د جګړې په تداوم هېڅ راز ګټه مرتبه نه ده، بلکې ګټې يې يوازې دښمنانو ته رسېږي؛ نو د جګړې دواړه غاړې حکومت او طالبان بايد د سولې خبرو ته کېني او روان ناورين ته د پای ټکی کېږدي.

درېيم: په اسلام کې انتحار او انفجار هېڅ ډول شرعي اساس نه لري، نو پر همدغه دليل ټول ترسره کېدونکي ځانمرګي بريدونه، ترور، لارې شکونې او وېره اچونه په قطعي توګه حرام دي، ترسره کول، تمويلول او ورسره مرسته کول يې ناروا او غير شرعي دي.

login or register a new account.