ژبه

زرګونو ديني عالمانو ځانمرګي بريدونه حرام اعلان کړل

کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٧): د افغانستان زرګونو ديني عالمانو ځانمرګي بريدونه د اسلام دین له مخې ناروا او حرام وبلل.

دغه اعلان د غبرګولي په ١٤مه د ټول هېواد شاوخوا درې زرو دیني عالمانو د لويې جرګې په خېمه کې د يوې ورځنۍ غونډې په پاى کې وکړ.

د دغو عالمانو له خوا په اعلان شوې ٢٦ مخيزه فتوا کې د افغانستان روانه جګړه حرامه اعلان شوې او دغه راز په کې راغلي چې د انتحار او ځانمرګو بريدونو په اړه د اسلامي نړۍ ديني علماوو خپلې فتواوې ورکړې او دغه عمل يې د شرعي دلایلو او دیني نصوصو پر بنسټ قطعي حرام بللی دی.

سرچينې زياته کړې: ((موږ هم په دې برخه کې خپل نظر له یادو علماوو سره يو ځای کوو او په وضاحت وايو چې ځانمرګي بريدونه په اسلام کې حرام دي؛ ځکه چې د ځانمرګو بريدونو په پايله کې څو کبیره ګناهونه هم مهاله رامنځته کېږي چې په لاندې ډول دي:

لومړی: د خپل ځان وژنه چې په اسلام کې حرامه ده.

دويم : ژوند د الله جل جلاله له لوري انسان ته هِبه دی، نو يو انسان د هېڅ انسان د ژوند اخيستلو صلاحيت نه لري، حتی که د ده د خپل ژوند مسئله هم وي؛ ځکه انسان د خپل ژوند او نفس مالک نه دی، بلکې مالک يې الله قدير ذات دی.

درېيم: د ځانمرګي بريد په ترسره کولو سره د نورو بېګناه انسانانو وژل چې په اسلام کې

login or register a new account.