کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٧): د افغانستان د علماوو له خوا د جګړې ضد تر ورکړل شوې فتوا وروسته به د پاکستان او افغانستان او بيا د ټولې نړۍ علماء په دې اړه فتوا ورکوي.
شاوخوا درې زره ديني عالمانو چې له ټول هېواده راغلي وو، د غبرګولي په ١٤مه د کابل د لويې جرګې په خېمه کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې روانه جګړه او ځانمرګي بريدونه حرام اعلان کړل.
دوى په ٢٦ مخونو او اوو مادو کې د روانې جګړې په اړه فتوا صادره کړه.
تېره مياشت په اندونيزيا کې د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د علماوو د ګډې غونډې پر مهال پرېکړه شوې وه چې د افغانستان ديني عالمان بايد د روانې جګړې پر ضد فتوا ورکړي.
تر دې مخکې د پاکستان ديني عالمانو هم په دې اړه يوه فتوا ورکړې وه.
د پاکستان نږدې دوو زرو ديني عالمانو د ١٣٩٦ لمريز کال د مرغومي په مياشت کې (جنوري ، ٢٠١٨) په يوه ګډه فتوا کې ترهګري او ځانمرګي بريدونه حرام اعلان کړي وو.
دغه هر اړخيزه فتوا چې د (پيغام پاکستان) تر نامه لاندې په کتابي بڼه هم چاپ شوې، د پاکستان په بېلابېلو ديني مذهبي ډلو پورې اړوند ١٨٢٨ علماوو له خوا پرې لاسليکونه شوي چې په کې د اهل سنت، اهل تشيع، سلفيانو او نورو مذهبي ډلو علماء شامل دي.
په دې فتوا کې راغلي چې ځانمرګي بريدونه، سخت دريځي او د خلکو وژل، په ځمکه کې له فساد سره برابر دي او د دې ډول ډول او خلکو پر وړاندې اقدامات کول د دولت حق ګڼل شوى دى.
په فتوا کې راغلي: ((د جهاد حکم يواځې دولت ورکولى شي او څوک چې په شخصي توګه دا کار کوي، هغوى باغيان دي.))
دغه راز د پاکستاني علماوو په دې فتوا کې راغلي چې ترهګرۍ ته خلک هڅول، ځانمرګو بريدونو ته خلک تيارول، روزنه ورکول او بيا ترسره کول یې، د اسلام د لارښوونو خلاف او عملي کوونکي يې باغي دي.))
د افغانستان زرګونو عالمانو په نننۍ غونـډه کې د پاکستاني عالمانو فتوا هم تاييد کړه.
د سولې او علماوو د عالي شوراګانو يوې سرچينې د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د زرګونو افغان علماوو فتوا به د پاکستان له علماوو سره په يوه ګډه لويه غونډه کې شريکېږي چې له دواړو هېوادونو به په کې شاوخوا ٥٠٠ علماء ګډون کوي.
login or register a new account.