کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۷): دیني عالمانو او زرګونو نورو لمونځ کوونکو نن په مرکز او ولایتونو کې د اختر لمونځ د سولې او امن په فضا کې ادا کړ او په هېواد کې د سولې پر راوستو د ټینګار تر څنګ یې وغوښتل چې اوربند دې نور هم وغځول شي.
د هېواد له ټولو برخو ځیني راپورونه ښيي چې د طالبانو ډلې دېری کسانو په مرکز او ولایتونو کې د اختر لمونځ د امن او صمیت په فضا کې له خلکو سره یو ځای ادا کړ.
سیمه ییز سرچینې وايي چې زرګونو لمونځ کوونکو او د جوماتونو خطیبانو د اوربند د اعلان د هرکلي تر څنګ وغوښتل چې دغه اوربند دې نور هم وغځول شي.
د کابل ښار د پل خشتي جامع جومات خطیب مولوي عنایت الله بلیغ د اختر لمانځه په خطبه کې وویل: ((د افغانستان علما پر دې باور دي چې د افغانستان د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ داسې یو څه شتون نه لري چې تر منځ یې د خبرو پر مهال پر هغه بحث نا ممکن وي.))
د دغه عالم په خبره، ټول هغه موضوعات چې د ملت په خیر وي او د افغانانو وینې تولو ته د پای ټکی ږدي د مستقیمو خبرو له لارې یې حل ممکن دی او د نورو ستونزو منخه هم نیول کېږي.
هغه د خپلو خبرو په دوام وايي: ((هغه وخت موږ کولی شو دغې هیلې ته ورسېږو چې د حکومت او طالبانو تر منځ اوسنی اوربند نور هم وغځېږي.))
هغه زیاته کړه، پیدا شوي فرصت ته په پام د هېواد علما او روحانیون په تمه دي څو دغه الهي امر ته چې فرمايي ((والصلح خیر)) احترام وشي او او اوسنی اوربند دې تمدید شي.
یو بل دیني عالم بابه سیغاني وايي: ((په ټولو ورځو کې د انسان وینه تویول ناروا دي او باید انسان ته درناوی وشي په ځانګړې توګه په مذهبي ورځو کې، محرم میاشت، روژه او اختر کې. ډېر ایتونه شته چې فرمايي، څوک چې یو انسان په ناحقه وژني، لکه چې ټول انسانان یې چې وژلي وي.
دغه دیني عالم د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند هرکلی وکړ او هغه یې له شریعي احکامو سره سم وباله او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې دغه اوربند وغځوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










