جلال اباد (پژواک ٢٥غبرګولی ۹۷): د ننګرهار يو شمېر سندرغاړي او هنرمندان وايي، ولسواليو کې د امنيت خرابوالي يې په کاروبار منفي اغېز کړی او تر ډېره يې څوک ولسواليو ته د ودونو لپاره نه بیايي.
دوی وايي، يوازې د جلال اباد ښار او نږدې څو ولسواليو کې يې کارونه رامحدود شوي چې له اقتصادي مشکلاتو سره يې مخ کړي دي.
د جلال اباد ښار د ملنګ جان واټ په يوه څنډه کې د زوړ مارکېټ څو زړې او تيارې کوټې د سندرغاړو دفترونه دي.
دوی وايي، د دغو تيارو خونو کرايه کمه ده؛ نو ځکه يې همدا ځايونه کرايه کړي او د خپل هنر مينه وال په کې پيدا کوي.
په دغو دفترونو کې يو هم د څاروان منور دی، هغه چې له پلاره (منور استاد) څخه ورته دغه هنر په ميراث کې پاتې دی. دوه ورېرونه او دوه نور وروټه يې هم په همدغه مسلک مصروف دي.
د دوی د ټولو اقتصادي وضعيت خراب دی او وايي، يوازې يو وراره يې پاڅون منور يو څه ډېر مينه وال لري او ودونو ته ډېر بیول کېږي.
څاروان منور پژواک اژانس ته وويل، کوم دولتي معاش او بل کوم عايد نه لري او يوازې د ودونو پر مهال د سندرو ويلو ګټې ته ناست دي چې ډېر کله دا هم نه وي.
دی وايي، ډېری وخت خو د هنرمندانو اقتصادي وضعيت دومره خراب شي چې د موسيقۍ الات په کور کې کېږدي او ورځ مزدوري شروع کړي.
نوموړی زياتوي: ((ستونزه ټوله په ولسواليو کې د امنيت خرابوالی دی، موږ به پخوا چېرې يوه نيمه شپه په کور و، نور به کله خوږياڼو، کله شينوارو کله چپرهار او کله نورو ځايونو ته تللو، هلته به مو پروګرامونه کول چې اوس د امنيت نشتوالي له امله له ښاره بهر نه شو تللی.))
د منور په وينا، اوس يوازې جلال اباد ښار، کامې، بهسودو، ښېوې، دره نور او سره رود ولسواليو ځينو برخو ته د پروګرامونو لپاره تللی شي او نورې ټولې ولسوالۍ ترې د امنيت له امله پاتې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په پخوانيو حکومتونو کې هنرمندانو ته هم معاش ورکول کېده او هم به کوپون او دوی يوازې د موسيقۍ مخې ته وړلو ته اوزګار و؛ خو اوس اول د ډوډۍ غم او بيا د موسيقۍ.
د ګل احمد ولي په نوم يو بل سندرغاړی هم همدا خبرې کوي او وايي، تر هغه وخته چې سندغاړو ته دولتي معاش برابر نه شي، ستونزې يې نه شي هوارېدای.
ده زياته کړه، په نوره نړۍ کې ځينې شخصي کمپنۍ هم په هنرمندانو سندرې ثبتوي او هغوی ته يې په بدل کې پيسې ورکوي؛ خو دلته هغه اسانتيا هم نه ده برابره او هر هنرمند چې سندره ثبتوي، مجبور دی پر هغې هم خپل مصرف وکړي.
د ننګرهار د هنرمندانو اتحاديې مشر استاد ميناګل هم وايي چې هنرمندان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو علتونه يې د امنيت د خرابوالي تر څنګ د DJ يا د موسيقۍ غږولو د سيار سيستمونو راوتل په ګوته کوي.
نوموړی وايي: ((پخوا خلکو يو هنرمند بیوه، شل دېرش زره روپۍ به يې ورکړې، اوس DJ یوسي، لس پنځه زره روپۍ ورکړي، سل هنرمندان ورته سندرې وايي، تيارې ثبت سندرې دي چې هره دې خوښه وي هغه درته غږوي.))
په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم وايي چې حکومت پخوا هم له يو شمېر هنرمندانو پرته هېڅ هنرمند ته معاش نه دی ورکړی او کوم مکلفيت يې پر وړاندې نه درلود او اوس هم کوم مکلفيت نه لري.
دی وايي، په تېرو حکومتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړانديز د ولسمشر په امر د ملي راډيو تلوېزيون په چوکاټ کې يو شمېر هغو هنرمندانو ته چې استادان و، معاشونه مقرر شوي وو.
د صميم په خبره، پخوا له سندرغاړو ټيکس هم اخيستل کېده؛ خو اوس لا دغه لايحه نه ده برابره شوې او په ولسواليو کې يې د امنيت د خرابوالي په تړاو وويل چې دا په خلکو په پورې اړه لري چې څوک ودونو ته سندغاړي بیايي او کنه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










