زرنج (پژواک،٢٥غبرګولى ٩٧): د نیمروز ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ۹۰ سلنه ښځې بلوڅي جامي اغوندي او د یاد ولایت ډېری مېرمنې د بلوڅي جامو پر جوړولو لګیا دي.
په نیمروز کې د ښځو چارو د ریاست مسوولې شيما محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې له ۸۰ تر ۹۰ سلنې بلوڅي او د نورو قومونو اړوند ښځې له ( زی استین ګپتان) جامو څخه استفاده کوي او له ۵۰ تر ۶۰ سلنه ښځې په یاد ولایت کې په ځانګړي ډول په کلیو او ولسوالیو کې د دغو جامو په خامک جوړولو بوخت دي.
نوموړې زیاتوي چې په نیمروز کې هره ښځه د توان تر کچې د ستنې کار پر هنر بوخته ده؛ خو له بده مرغه چې تر اوسه هېڅ بنسټ نه دی حاضر شوی، ترڅو د یادو دغو لاسي صنایعو د پرمختګ او بازارموندنې په برخه کې مرسته وکړي.
د یاد ولایت د بلوڅو یو قومي مشر حاجي ملنګ رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل، د زی استین ګپتان جامې د بلوڅو محلي جامې دي چې د افغانستان، ایران او پاکستان په هغه سیمو کې چېرته چې بلوڅ اوسېږې استعمالېږي؛ خو د یادو جامو استعمال اوس ډېر شوی دی.
خو نوموړي زیاته کړه چې په ټولیز ډول په نیمروز کې د ټولو قومونو وګړي یادې بلوڅي جامې اغوندي؛ ځکه چې په دې جامو سره د پردې له نظره ټول بدن پوښي، دويم دا چې د ډېر خامک درلودو له امله ډېره ښکلا لري او د کیفیت له نظره د ډېر وخت لپاره دوام کوي.
که څه هم چې د غاليو او فرشونو د اوبدلو صنعت چې یو وخت يې د نیمروز د ښځو لپاره مهم عاید وو خو له بده مرغه اوس کم شوی او په دغه ولايت کې اوس ډېری ښځې د بلوڅي جامو جوړولو ته مخه کړې ده.
له نیمروز پرته په نورو ولایتونو کې هم د (زی استین ګپتان) جامې د ښځو له لوري ګنډل کېږي او له دې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.
د دغه ولایت د چخانسور ولسوالۍ اوسېدونکې زهرا چې د زی استین ګپتان جامو جوړلو ته لاس رسی لري وویل، پنځه اولادونه لري او خاوند یې هم ناروغ دی، کار نه شي کولای؛ په همدې دلیل نوموړې د زی استین ګپتان جامو د جوړولو له لارې د کور نفقه لاس ته راوړي.
نوموړې زیاته کړه، د زی استین ګپتان یوه جوړه جامې په ۲۰ ورځو کې جوړوي، داچې نوموړې د جامو د نخ او رخت د پېرلو توان نه لری نو د نورو خلکو یوه جوړه جامې په ۱۰۰۰ افغانۍ ګنډي چې د ژوند دلومړنیو اړتیاوو پيسې پرې ترلاسه کوي.
نوموړې وايي، هېڅ کوم بنسټ د ښځو د مصروفیت او د یاد هنر د پراختیا لپاره مرسته نه ده کړې.
په زرنج ښار کې د زی استین ګپتان جامو يو پلورونکی ولي جان وايي، د دغو جامو د پلور بازار د پخوا په پرتله ښه شوی او هره ورځ څلور یا ډېرې جوړې جامې پلوري.
نوموړي زیاته کړه، د زی استین ګپتان جامو هره جوړه له درې زرو تر شلو زرو پورې بیه لري، که څه هم چې یادې جامې په کمپيوټري ډول هم په بازار کې جوړېږي، خو خلک په لاس جوړې جامې خوښوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










