کابل(پژواک،۳سرطان ۹۷): د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت وايي چې د حج کوونکو لومړۍ ډله به شل ورځې وروسته د حج فريضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته لاړه شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزير فیض محمد عثماني نن د چنګاښ په ٣مه د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د حج پروسې په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پرمهال وويل چې سږکال بيت الله شريف ته د حج فريضې د ادا کولو په موخه د دېرش زره کسانو د تللو لپاره لازم چمتوالى نيول شوى.
ده وويل چې د حج فريضې د ادا کولو لپاره د تلوونکو دېرش زره کسانو له ډلې ٢٤٤٠٠کسان عام وګړي او شاوخوا ٥٦٠٠کسان د شيهدانو ورثه او معلولين دي چې د ملي شورا ، د ولايتي شورا، د کابينې د غړو او امنيتي ادارو له خوا معرفي شوي دي.
عثماني وويل، د افغانستان يو پلاوى عربستان ته تللى و او هلته يې د افغان حاجيانو لپاره په مکه مکرمه او مدينه منوره کې لازم چمتوالى نيولى دى.
دده په خبره چې د عرفات په ميدان کې د افغان حاجيانو په خېمو کې د کولر او په منا کې د چپرکټ اسانتياوې ورته چمتو شوې چې مخکې نه وې.
د وزير په وينا، سږکال د هر حاجي د حج اداکولو لپاره بوديجه ٢٦٠٠ ډالره ده چې د تېرکال په پرتله ٥٠ ډالره زياته شوې. هغه يې زياتوالى د کرايې ډېروالى او اسانتياوو بربرول ياد کړل .
د نوموړي په وينا،سږکال به ٧٠سلنه افغان حج کوونکي په کام اير الوتکو او پاتې نور به د اريانا افغان هوايي شرکت په الوتکو کې ولېږل شي.
د وزير په خبره،ټاکل شوې ٦٠٠ښوونکي (لارښود)د افغان حج کوونکو ملتيا وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










