منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۴ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کونړ کې دسیمه ییزوپولیسو پر قرارګاه ځانمرګی برید شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۶ کتنې

اسعد اباد (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۷) د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر قرارګاه ځانمرګی برید شوی اوورته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ددې ولایت دامنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان د چنګاښ په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا برید نن تر ماښام وروسته په شاوخوا اته نیمو بجو شوی و.

هغه زیاته کړه، چې په دې ځانمرګي برید کې اته سیمه ییز پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې ددې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو ویل کیږي، چې برید دداعش ډلې لخوا د یوه موټر په وسیله ترسره شوی.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه