منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۱ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل کې د کانکور ازموينه پيل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٧): په ولايتونو کې د کانکور د ازموينې له پاى ته رسېدو وروسته، نن په کابل کې د دوولسم ټولګي د ١٤زره فارغانو په ګډون د کانکور د لومړۍ ازموينې اخيستو پړاو پيل شو .

د کانکور دغه ازموينه نن د (چنګاښ په ١٤مه ) په کابل پوهنتون، د کابل طبي پوهنتون، د کابل پوليتخنيک  او د ښوونې او روزنې پوهنتون کې واخيستل شوه.

د کابل پوهنتون د کتابتون په تالار کې د ازموينې له اخيستو مخکې د لوړو زده کړو وزير نجیب الله خواجه عمري د يوې خبري ناستې پرمهال وويل، د ١٣٩٦-١٣٩٧ کلونو کانکور د لومړي ځل لپاره د روان کال د وري په نهمه له لوګر ، پنجشېر، بادغيس او نيمروز ولايتونو څخه پيل شو .

ده وويل چې سږکال به له ١٣٥زره ډېر کسان په کانکور ازموينه کې ګډون وکړي، چې شاوخوا دوه نيم زره يې د مدرسو فارغان دي.

نوموړي زياته کړه چې د کابل له حوزې څخه به ٥٨زره تنه په کې ګډون وکړي.

خواجه عمري وويل چې د تقلب د مخنيوي لپاره سږکال يو ځل له کانکور څخه مخکې او دويم ځل د کانکو پرمهال  د بايومتريک چاره تر سره کيږي  او له دې پرته د کانکور د هر ګډون کوونکي لپاره يوه ځانګړې کتابچه هم په پام کې نيول شوې ده .

وزير وويل چې د کانکور نور پړاونه به د روان کال د زمري تر لسمه دوام ولري.

د کابل حوزې د کانکور په ننني لومړي پړاو ازموينه کې ١٤زره تنو ګډون کړى و چې شاوخوا پنځه زره يې نجونې وې .

ټاکل شوې چې سبا په دويم پړاو کانکور ازموينه کې هم له ١٤زره زيات کسان ګډون وکړي.

د لوړوزده کړو وزارت د معلوماتو په اساس، د کابل حوزې د کانکور نور پړاونه به هم په نږدې راتلونکې کې واخيستل شي.

د کانکور دوه ګډون والو فريدې او حميرا له لوړو زده کړو وزارت څخه وغوښتل چې دغه ازموينه دې په راڼه بهير بدله کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه