ژبه

وسله والو طالبانو د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې ٣٩ ښوونځي تړلي

توسط عبدالمقصود عزيزى

جولای 7, 2018 - 5:33 pm

Views: 80

پل علم (پژواک، ۱۶چنګاښ۹۷) : د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په محمداغې ولسوالۍ کې د هلکانو او نجونو ٣٩ ښوونځي تړلي چې له امله يې ١٥ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې دي.

ددې ولايت د پوهنې رياست وياند شاپور عرب د چنګاښ په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو ياد ښوونځي د محمداغې ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې تړلي او ګواښ يې کړى  چې که حکومت يې د خلاصولو هڅه وکړه؛ نو وبه سوځول شي.

عرب وايي : ((نن د۳۹  ښوونځيو دروازې وتړل شوې او شاوخوا ۱۵۰۰۰ هلکان او نجونې له ازموينې پاتې شوې.))

د هغه په وينا، وسله والو طالبانو دغه کار د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د وروستيو عملياتو په غبرګون کې کړى دى.

نوموړى وايي، خو دوى هڅه کوي چې د قومي مشرانو په همکارۍ دغه ستونزه هواره کړي.

عرب وويل، په تړل شويو ښوونځيو کی د محمداغې د هلکانو عالی لېسه ،  مغل خېلو د هلکانو او نجونو ، زرغون ښار د هلکانو او نجونو ، سفيد سنګ د هلکانو او نجونو لېسه ، دهنو د هلکانو ، بي بي عايشې نجونو لېسه او نور شامل دي.

د هغه په وينا، په محمداغې ولسوالۍ کې ټول ۶۴ ښوونځی شته چی د ۱۳۵۰۰ نجونو په ګډون  ۳۴۵۰٠۰ تنه  په کی زده کړې کوي .

د محمداغې د عالي لېسې ښوونکي  نورمحمد پژواک ته وويل  چې طالبانو د پوهنې امريت ته تېره ورځ امر کړى و چې د چهار ونيم ماه ازموينو په لومړۍ ورځ دې ښوونځي وتړي.

هغه زياته کړه  چې نن  ددوى په ګډون ګڼ شمېر ښوونځي وتړل شول.

دى وايي : (( که موږ د طالبانو امر ونه منو، وژل کېږو.))

د دهنو د هلکانو لېسې زده کوونکي جلال الدين پژواک ته وويل چې نن يې ښوونځى تړلى و او دوى له ازموينې پاتې شول.

د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي دا ومنله چی  محمداغې ولسوالۍ کی وسله والو طالبانو د ښوونځی د تړلو امر کړی چی له امله يې ۳۹ ښوونځي تړل شوي دي .

login or register a new account.