کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۹۷): د ښځو چارو وزیرې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زړه بوږنوونکو قضیو تکرار په اړه اندېښنه وښوده او د دې ډول قضیو عاملانو ته یې په عام محضر کې د مجازاتو غوښتنه وکړه.
د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري "د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مبارزې څارنوالانو او د ماشومانو سرغړونو ته د رسېدنې" تر نوم لاندې د درې ورځیني سیمینار پرانیستې پرمهال چې نن د لويې څارنوالۍ ادارې له لوري په کابل کې جوړ شو، وویل چې یواځې په تېره اونۍ کې د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي درې ځوروونکې پېښې رامنځ ته شوې دي.
د نوموړې په خبره، تېره اونۍ په کابل کې یوه سړي د خپلې مېرمنې پر مخ تېزاب پاشلي، یو بل تن په پنجشیر ولایت کې خپلې مېرمنې ته اور اچولی و او یو ملا امام له ننګرهار ولایت څخه د لږعمر یوه نجلۍ کابل ته راوستلې وه چې یادو درې قضیو کې شاملې دي.
هغې زیاته کړه: "د دې پېښو تکرار په رښتیا د اندېښنې وړ دى، د هېواد له مشرانو په ځانګړې توګه له ولسمشر او لويې څارنوال دا غوښتنه لرم چې باید د دې پېښو عاملینو ته دې په عام محضر کې سزا ورکړل شي."
نوموړې وویل، که د ښځو پرضد د تاوتریخوالي قضیو له عاملانو سره توند چلند و نه شي، دا ډول پېښې به لا پسې زیاتې شي.
نظري په لويې څارنوالۍ کې د ښځو څارنوالانو حضور مهم وباله او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د عدالت په خوندیتوب او د قانون په تطبیق کې دې له توپیر پرته جدي اقدام وکړي.
لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په دې مراسمو کې وویل، هغه سړي چې په کابل کې یې د خپلې مېرمنې پر مخ تېزاب شیندلي، ټولو ته یې سخت ټکان ورکړی دى. نوموړي زیاته کړه چې د دې پېښې عامل نیول شوی دی.
د ده په وينا، د دا ډول پېښو مخنیوي لپاره په حکومتي بنسټونو کې د عدالت ټینګښت ترڅنګ په کورنیو کې هم د عدالت خوندیتوب او پراختیا اړینه ده.
د نوموړي په وینا، اوس له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ پای ته رسېدلی او له دې وروسته به لويه څارنوالۍ په زیات قاطعیت، قوت او ظرفیت د یادو قضیو پر وړاندې ګام پورته کړي.
هغه زیاته کړه چې د دې درې ورځینۍ غونډې موخه د څارنوالانو په ځانګړې توګه د ښځینه څارنوالانو د ظرفیت لوړول دي، څو هغوی وکولی شي د دا ډول قضیو پر وړاندې په لا قاطعیت، قوت او ظرفیت عمل وکړي.
د نوموړي په وینا، په دې غونډه کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر لاملونو او حل لارو بحث کېږي او په پایله کې به ځانګړی لارښود چمتو شي.
لوی څارنوال وویل چې د سرغړوونکو ماشومانو قضیو ته لاسرسی هم زیات مهم دی او باید په دې غونډه کې پرې بحث وشي.
نوموړي زیاته کړه چې له یوه سرغړوونکي ماشوم سره چلند باید د زیات عمر له یوه مجرم سره توپیر ولري او د سرغړوونکو ماشومانو ښوونې، روزنې او روغتیا ته پاملرنه وشي.
د ښځو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، په تېر یو کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۳۰۰ قضیې چې وژنه، وهل او ټکول، جنسي تېری، له ټاکلي وخت څخه وړاندې ودونه او داسې نورې په کې شاملې دي، ثبت شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










