منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۴ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ ونمانځل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۸ وږی ۹۷): په کندهار کې د پښتنو او بلوڅو د پيوستون او یووالي ورځ د یوې غونډې په جوړولو ونمانځل شوه چې د کندهار ولایت مقام په غازي امان الله خان تالار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د چارواکو تر څنګ د پښتنو او بلوڅو قومونو مشرانو ګډون کړی وو.

د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، د پښتنو او بلوڅو قومونو د يووالي ورځ له ۱۳۲۸ لمریز کال راهیسې نمانځل کېږي.

هغه زیاته کړه، دغو دوو قومونو د تاریخ په اوږدو کې ژورې اقتصادي، سياسي، فرهنګي او مذهبي اړيکې لرلي دي او د ازادۍ اخیستلو په لار کې يې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.

منیب له پښتنو او بلوڅو قومونو وغوښتل چې د خپلو ګډو مشترکاتو له مخې تر پخوا هم متحد و اوسي او له اوسني محکومیت څخه د خلاصون په موخه دې ګډه مبارزه چټکه کړي څو دغه قومونو د نړۍ د نورو قامونو په څېر پرمختللی او هوسا ژوند ولري.

د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري هم وویل چې  پښتانه او بلوڅان تل د خپل ګډ دښمن پر وړاندې یو اوسېدلي او دغه یووالی به تلپاتی وی.

غونډې ته د پښتنو او بلوڅانو مشرانو هم ویناوې وکړې.

د بلوڅو قوم د شورا رییس مولوي سید احمد غفوري وویل، پښتانه او بلوڅ په لسګونو او سلګونو ګډې ریښې لري، دوی ګډ تاریخ، یوه جغرافیوي سیمه، ګډه ژبه او شریک روایات لري.

د ده په خبره، لکه څنګه چې اوبه په ډانګ نه بېلېږي، دوی هم څوک نه شي بېلولای.

نوموړي ټینګار وکړ چې د ولس تر څنګ دې حکومت هم د نورو ملي چارو تر څنګ د پښتنو او بلوڅو وروڼو د ملي داعیې په اړه روښانه او څرګند دریځ غوره کړي.

د یادونې ده، په ۱۳۲۸ لمریز کال په پغمان کې د ټولې پښتونخوا قومي مشرانو، د لرو پښتنو د ملتپالو ګوندونو سرمشرانو او استازو، د برو پښتنو د سیاسي کړیو استازو او د افغان دولت لوړ پوړو چارواکو په یوې سترې ملي جرګې کې پرېکړه وکړه چې د وږي ۹مه به د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ وي او د پښتونستان د ورځې په نوم به یادېږي.

دغه راز په دې جرګه کې د پښتونستان پر ملي ترانه هم هوکړه وشوه چې تل به د پښتنو او بلوڅو لپاره د کابل راډيو د هغه مهال د خپرونو په پای کې د شپې د اتو بجو د پښتو خبري سرویس څخه مخکې خپرېده.
له هماغه وخته د وږي ۹مه په لرې پښتونخوا او افغانستان کې د یوې ملي ورځې او جشن په توګه هرکال نمانځل کېده او په دې ورځ به په کابل کې د لر او بر پښتنو له خوا لوی لاریون تر سره کېده او بیا به ټول لاریونوال د کابل په پښتونستان واټ کې راټولېدل.

په دې غونډه کې به ټولو له لرو پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د ملي حقوقو په اعاده کې له هغوی سره پيوستون او ملاتړ څرګنداوه.

ډېر مهال به په دغو غونډو کې د پښتنو وتلو مشرانو لکه خان عبدالغفار خان هم ګډون کاوه او د پښتونستان د خپلواکۍ په اړه به یې خبرې کولې او د پښتنو انقلابي شاعر اجمل خټک به په دې اړه خپل اشعار لوستل، د پښتونستان په نوم به شعارونه ورکول کېدل او د ملي ترانو په وړاندې کولو سره به د یووالي اظهار کېده.

دغه دود په لږ او ډېر توپیر تر ۱۳۷۱ لمریز کال پورې دوام درلود خو وروسته په کابل کې د مجاهدینو د حکومت او طالبانو د واکمنۍ پر مهال له منځه لاړ.

له هغه راوروسته دغه ورځ په مرکز کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې پیکه نمانځل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور