منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د غازي محمد جان خان مقبرې رغولو چارې به ژر پیل شي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۷۹ کتنې

کابل (پژواک، ٢٢ وږی ۹۷): د میدان وردګو يو شمېر قومي مشران وايي چې تر راتلونکو دوو اوونيو پورې به د ولسمشر په شخصي بودجه د غازي محمد جان خان د مقبرې رغولو کار پيل شي.

ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د وردګو له قومي مشرانو سره د يوې ليدنې پر مهال د غازي محمد جان خان په نوم د يوه مډال او پر خپل شخصي لګښت د هغه د مقبرې جوړولو اعلان کړى و.

غازي محمدجان خان وردګ په ۱۸۲۰ زېږيز کال کې د ميدان وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ د بېګ مشک په سيمه کې زېږېدلی چې د افغانستان او انګليس په دوو جګړو کې د افغان ځواکونو عمومي قوماندان او سپه سالار و.

دغه اتل په ۱۸۸۰ زېږديز کال کې په ياده جګړه وژل شوی او بلخ ولايت د حيرتان د دوه لارې سيمه ته څېرمه خاورو ته سپارل شوی دی.

نننۍ ناسته چې په کابل کې د ملي اتل غازي محمد جان خان وردګ د اتلوليو او سرښندونو ستاينه په موخه جوړه شوې وه، د وردګ ولس شاوخوا ۵۰ قومي مشران، د ملي شورا غړي، مدني فعالانو او ځوانانو په کې ګډون درلود.

په پارلماني چارو کې د دولت وزير فاروق وردګ وويل چې دوی له ولسمشر غني سره ناسته درلوده او ولايتي مسايلو تر څنګ يې د ملي اتل غازي محمد جان خان د هڅو او اتلوليو د ستاينې او يادون غوښتنه ورنه وکړه.

ده زياته کړه، د وردګ ولس قومي مشرانو وړانديز کړی وو چې د غازي محمدجانخان وردګ مقبره دې جوړه شي، د ده په نوم دولتي مډال جوړ شي، په ارګ کې دې د ده د اتلوليو او هڅو د ستاينې په موخه علمي سيمينار جوړ او کوم واټ چې د غازي محمدجان خان په نوم جوړ شوی و، هلته دې د هغه انځور وځړول شي.

هغه وويل: "ولسمشر په ډېر ورين تندي د وردک ولس دغه غوښتنې منلې وې او تېره پنجشنبه مو له ولسمشر سره د نورو رسمي مسايلو تر څنګ بحث درلوده او هغه شفقت وکړ او له شخصي جېبه يې ۲۰زره ډالر راکړل چې زه يې قوم ته وسپارم، څو د مقبرې په جوړولو کې کار ورنه واخيستل شي."

همدا راز فاروق وردګ زياته کړه، په ميدان وردګو کې به د زرغون انقلاب د مشر  ډاکټر عبدالوکيل خان د هڅو د ستاينې په موخه به هم يوه ناسته جوړېږي تر څو د هغه د شخصيت ستاينه هم وشي.

د وردګو قومي مشر ضياء الدين کمال وويل: ((ولسمشر له موږ سره په ليدنه کې ويلي وو چې غازي محمد جان خان ليونى و، چې په وطن يې سر قربان کړ، زه هم ليونی يم او د غازي محمد جان خان د لارې پيروان يم.))

هغه زياته کړه چې ولسمشر په ورين تندي د وردګ ولس غوښتنې ومنلې او زياته يې چې تر راتلونکو دوو اونيو پورې به د غازي محمد جان خان د مقبرې د جوړېدو چارې پيل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ۱۳۸۸ کال د سلواغې په مياشت کې ويلي چې د وزيرانو شورا ياد وزارت ته هدايت سپارلي چې د غازي محمدجان خان مقبره ورغوي، خو يې د رغولو چارې نه دي پيل شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور