Language

د کتابونو، مسلکي ښوونکو او ودانیو کمښت د کندهار د پوهنې بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی

کندهار (پژواک، ۱۵ تله ۹۷): د کندهار د پوهنې رییس وايي، د کتابونو، مسلکي ښوونکو او ودانیو کمښت په دې ولایت کې د پوهنې د بهیر پر وړاندې جدي ستونزې دي.

هغه د پوهنې له وزارته د دغو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.

د کندهار د پوهنې ريیس عبدالقادر پیوستون چې نن د تلې په ۱۵مه یې د ولایت مقام په مطبوعاتي دفتر کې یې خبري غونډې ته معلومات ورکول، وویل، د کتابونو، مسلکي ښوونکو او ودانیو کمښت په دې ولایت کې د پوهنې بهیر اغېزمن کړی دی.

هغه زیاته کړه، د کندهار د پوهنې ریاست شاوخوا ۲ میلیونه کتابونو ته اړتیا لري، خو تر دې مهاله وزارت ورته ۲۴ زره کتابونه ورکړي چې بسنه نه کوي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د مسلکي ښوونکو نشتوالی هم جدي ستونزه ده چې په دغو سیمو کې یې د پوهنې د بهیر معیار را ټیټ کړی دی.

خو د ده په خبره، پر دغې ستونزې سربېره یې هڅه کړې چې په کندهار ښار کې ليسانس او له څوارلسم ټولګي فارغ ښوونکي په دندو وګوماري.

ده وویل، چې په دې لړ کې یې د شاوخوا ۵۰۰ ښوونکو ارزونه کړې ده.

پيوستون د ښوونځیو لپاره د ودانیو د نشتوالي په اړه وویل، د دې ولایت ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او ان په کندهار ښار کې هم ډېری زده کوونکي په خېمو کې زده کړې کوي.

د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د ۳۵۱ ښوونځيو له ډلې یواځې ۲۰۷ ښوونځي ودانۍ لري او پاتې هیڅ ودانۍ نه لري.

د پوهنې رییس د ستونزو تر څنګ د یو لړ پرمختګونو خبر هم ورکړ.

ده وویل، پلان لري په راتلونکي کال کې د ښوونځیو لپاره د نوو ودانیو د جوړولو او ترمیم ۷۷ پرژوې پلې کړي.

هغه زیاته کړه، په ښار او څو ولسواليو کې يې ۶۰ جريبه ځمکه له ولايتي ادارې او خلکو تر لاسه کړې څو د ښوونځيو لپاره پرې ودانۍ جوړې کړي چې ۱۰ به یې د نجونو د ښوونځيو لپاره وي.

login or register a new account.

Related Topics