منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۰ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“که تر ٢ مياشتو د نړيوال اسلامي پوهنتون موقعيت ونه ټاکل شي، دغه پوهنتون به بل هېواد ته انتقال شي”

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

کابل (پژواک،٦ لړم ٩٧): که په دوو مياشتو کې د نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو د ځاى په اړه د افغانستان حکومت خپل دريځ روښانه نه کړي، دغه پوهنتون به بل اسلامي هېواد ته انتقال شي.

د اسلامي هېوادونو د نړيوالو همکاريو سازمان مشرانو په ٢٠١٢ زېږديز کال په خپله ١٢مه غونډه کې د مصر هېواد په پلازمېنې قاهره کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان په مرکز کابل کې دې د اسلامي پراختيايي بانک په مالي ملاتړ يو نړيوال اسلامي پوهنتون جوړ شي.بشپړ متن يې دلته ولولئ

افغان حکومت د دغه پوهنتون د جوړېدو لپاره د کابل ولايت د چهار اسياب ولسوالۍ کې ځاى مشخص کړ، خو وروسته يو کس پيدا شوى او پر دې ځمکې يې دعوه وکړه چې د دې ستونزې د حل لپاره د وخت د ولسمشر حامد کرزي له لوري د لوړو زده کړو او کرنې وزيرانو په مشرۍ يو پلاوى هم وټاکل شو، خو ستونزه يې هواره نه کړاى شوه.

وروسته په ٢٠١٣ کال کې د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان کابينې پرېکړه وکړه چې دغه نړيوال پوهنتون دې په ننګرهار ولايت کې جوړ شي چې بيا په دغه ولايت کې ورته ځاى مشخص شو او د بنسټ ډبره يې هم د سيمه ييزو چارواکو له خوا هملته کېښودل شوه.

خو د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د روان کال د لړم د مياشتې په دويمه د کابينې غونډه کې پرېکړه وشوه چې دغه پوهنتون دې کابل کې جوړ شي.

د کابينې په دې غونډه کې د ښاري پراختيا وزارت تر مشرۍ لاندې يو پلاوى وګومارل شو چې د اراضۍ ادارې په وړانديز د دغه پوهنتون د جوړېدو لپاره په چهار اسياب ولسوالۍ او يا هم د ټکنالوجي په پارک کې ځمکه ځانګړې کړي او خپل راپور بيا د کابينې بلې غونډې ته وړاندې کړي.

بشپړ متن يې دلته ولولئ

د بهرنيو چارو وزات يوه ديپلوماټ د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اسلامي هېوادونو د نړيوالو همکاريو سازمان د اصولو له مخې، کله چې د دغه سازمان پر يوې پرېکړې اووه کلونه تېر شي او پرېکړه عملي نه شي، نو ملغى اعلانيږي.

هغه وايي، که افغان حکومت په دوو مياشتو کې د اسلامي پوهنتون د جوړېدو په اړه خپل دريځ روښانه نه کړي، نو د دې سازمان د اصولو له مخې، دغه پوهنتون به بل اسلامي هېواد ته انتقال شي.

ده زياته کړه: ((دوه مياشتې کم اووه کاله له دې پرېکړې څخه تېريږي، حکومت بايد هرڅه ژر په دې اړه خپل دريځ روښانه کړي.))

د هغه په وينا، د دغه پوهنتون د جوړېدو لپاره د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان ٣٥٠ ميليونه ډالر ورکوي.

 که دغه پوهنتون ننګرهار کې جوړ شي، حکومت بايد څه وکړي؟

١_ حکومت به د اسلامي هېوادونو د نړيوالو همکاريو سازمان راتلونکې غونډې ته چې د ٢٠١٩ کال د جنوري په مياشت کې جوړيږي، وړانديز کوي چې په کابل کې د ځمکې د نه شتون له امله دغه پوهنتون بايد په ننګرهار کې جوړ شي او په دې اړه به خپل موجه دلايل هم وړاندې کوي، ترڅو د دې سازمان په نويو پرېکړه ليکونو کې دغه مسئله شامله شي.

٢_ که چېرې دغه مسئله د دې سازمان په نويو پرېکړه ليکونو کې شامله شوه، نو حکومت اړ دى چې دغه موضوع د څېړلو په موخه د اسلامي هېوادونو د نړيوالو همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه چې د ٢٠١٩ کال د مارچ په مياشت کې په ابوظبۍ کې جوړېږي، هم وړاندې کړي.

٣_ که چېرې د بهرنيو چارو وزيرانو په ياده غونډه کې هم دغه موضوع تاييد شوه، نو بيا په ٢٠٢٠ کال کې د اسلامي هېوادونو د نړيوالو همکاريو سازمان د ولسمشرانو غونډه په افريقا کې جوړيږي چې هلته به هم په دې موضوع بحث کيږي.

٤_ که چېرې د ولسمشرانو په ياده غونډه کې هم دغه موضوع تاييد شوه، نو بيا به اسلامي پراختيايي بانک د پوهنتون د جوړېدو لپاره د مرستندويانو غونډه جوړوي، ترڅو د مرستو اعلان ورته وکړي او عملي کار به يې بيا په يو يا دوه کلونو کې پيليږي.

که دغه پوهنتون کابل کې جوړ شي، حکومت بايد څه وکړي؟

١_ حکومت بايد د دغه پوهنتون د جوړېدو لپاره په کابل کې لږ تر لږه درې سوه جريبه ځمکه ځانګړې کړي.

٢_ افغان حکومت بايد په دې برخه کې د کابينې د ٢٠١٣ کال پرېکړه ماته او نوې پرېکړه اعلان کړي.

٣_ حکومت بايد دغه نوې پرېکړه سره له دلايلو د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته د ٢٠١٩ کال د مارچ په مياشت کې وړاندې کړي.

٤_ که چېرې په ياده غونډه کې دغه موضوع تاييد شوه، نو اسيايي بانک به د دغه پوهنتون د جوړېدو لپاره د ډونرانو غونډه جوړوي او د ٢٠١٩ کال په وروستيو کې به يې عملاً د جوړېدو چارې پيلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم اسلامي نړيوال پوهنتونونه د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد، د ماليزيا په پلازمېنې کولامپور، د بنګله دېش په پلازمېنې ډاکا او د مراکش په پلازمېنې ماراکو کې جوړ شوي دي.

له دې معلوميږي چې په پورته يادو شويو ټولو هېوادونو کې اسلامي پوهنتونونه د همدې هېوادونو په پلازمېنو کې جوړ شوي دي.

 دغه راز له پورته څرګندونو جوتېږي که ياد شوى پوهنتون په ننګرهار کې جوړېږي، نو ښايي چارې يې په ٢٠٢١ او يا هم ٢٠٢٢ کلونو کې پيل شي او که کابل کې جوړېږي، نو تردې دوه - درې کاله مخکې (٢٠١٩) کې به يې کارونه پيل شي.

​افغانستان ته يې ګټې څه دي؟

١_ زرګونو افغانانو ته په کې د کار او زده کړې زمينه برابريږي.

٢_ د افغانستان ترڅنګ د ٥٧ هېوادونو محصلين به په کې زده کړې کوي چې د افغانستان په اقتصادي او سياسي اړيکو هم مثبت اغېز کوي.

٣_ . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.