Language

په سوېل کې د خبریالانو د کار او ژوند پر وړاندې ګواښونه ډېر شوي

کندهار (پژواک، ۱۲ لړم ۹۷): کندهار مېشتي خبریالان وايي چې که څه هم په قوانینو کې د بیان ازادۍ له اصل څخه کلک ملاتړ شوی، خو په ځینو سیمو کې ناامني، د زورواکانو فعالیتونه او د قانون نه حاکمیت د خبریالانو کار او ژوند ته جدي ګواښونه دي.

خبریالانو دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې نن د لړم په ۱۲مه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په ولایت مقام کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې چې د خبریالانو او مدني فعالانو تر څنګ په کې د کندهار مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب، په ټولنيزو چاور کې د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د ولايتي شورا ریيس او نورو ګډون کړی وو، د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون کامره مين سليم رحيم هم ونمانځل شو چې په وروستۍ پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی و.

په سوېل کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مسوول احمد لودین وویل، په کندهار او سوېلي ولایتونو کې د خبریالانو ژوند له ګواښ سره مخ دی چې حکومتي ادارې یې باید خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه، په کندهار کې د عبدالمنان ارغند ترور او په دې وروستیو کې د سلیم رحیم وژل کېدو وښودله چې د خبریالانو ژوند له بل هر وخت څخه په خطر کې دی او هغوی د خپلو سرونو په بیه کار کوي.

ده وویل، دا سمه ده چې په قوانینو کې د بیان ازادۍ له اصل څخه کلک ملاتړ شوی، خو په ځینو سیمو کې ناامني، د زورواکانو فعالیتونه او د قانون نه حاکمیت د خبریالانو کار او ژوند ته جدي ګواښونه دي.

سرپرست والي عبدالحنان منیب وویل، په اوسنۍ نړۍ کې رسنۍ د څلورم ځواک په توګه مطرح دي چې د ذهنیت جوړولو، د هغوی په کنټرول او اوښتون کې مهم رول لري.

ده زیاته کړه، د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې هغه مهال خنډونه او ګواښونه کمېدای شي چې هغوی بې پرې او مسلکي و اوسي.

نوموړي یادونه وکړه چې ولایتی اداره د خبریالانو خوندیتوب او د هغوی پر وړاندې د هر راز تاوتریخوالي مخنیوي ته ژمنه ده او په دې برخه کې یوه کمېټه هم جوړه شوې چې وخت په وخت ناستې کوي.

په کندهار کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون سرپرست فخرالدین فایض وویل، له ژوند وروسته د بیان ازادي دویم لوی ارزښت دی او خبریالان د بیان د ازادۍ اصلي ممثلین دي.

ده وویل، خبریالان د هر ظالم پر وړاندې د مظلوم غږ پورته کوي او د دوی پر وړاندې هر ډول برید د انسانیت او بشریت پر وجدان برید دی او په هیڅ توګه نه شي توجیه کېدای.

نوموړي یادونه وکړه چې حکومت د خبریالانو پر وړاندې د تعهد، اجزا او تسهیل درې بنسټیزې دندې لري، په دې معنا چې د خبریالانو او رسنیو فعالیتونه به نه محدودوي، د هغو اشخاصو او کړیو لاس باید ونیسي چې خبریالانو ته ستونزې جوړوي او په کاري برخه کې باید ورته اسانتیاوې جوړې ان که د حکومت د یوې نقیصې د راسپړلو په برخه کې هم وي.

login or register a new account.