منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پلخمري برېښنا بند د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دى

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۴ کتنې

پلخمري(پژواک،١٥ لړم ٩٧): د بغلان سيمه ييز چارواکي وايي چې د پلخمري برېښنا بند دروازې نور د اوبو را ګرځولو توان نه لري او که چېرې يې د رغولو لپاره اقدام ونه شي، ډېر ژر به له منځه لاړې شي.

د بغلان مرکز پلخمري کې د افغان نساجۍ شرکت ريیس عبدالقادر د لړم په ١٥ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پلخمري برېښنا بند دروازې د ويجاړېدو په حال کې دي.

هغه وايي: ((ډېر وخت کيږي، دغه دروازې نه دي رغول شوي که اوس ژر اقدام ورته ونه شي فکر نه کوم چې د سږکال له سيلابونو څخه ووځي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېرکال د دغه بند د جوړېدو لپاره چمتوالى نيول شوى و،خو د کروندګرو د حاصلاتو تر ټولو پورې وځنډول شو.

ده زياته کړه: (( اوس کروندګرو خپل فصلونه ټول کړي، بايد د بيارغولو چارې يې پيل شي.))

دغه راز د پلخمري ښار د پراختيايي شوراګانو ريیس حاجي محمد ظاهر احمدزي هم پژواک ته وویل چې حکومت بايد هرڅه ژر د دغو دروازو د جوړېدو لپاره اقدام وکړي.

هغه وايي: ((د دغه بند شاوخوا ته سلګونه کورونه او زرګونه جريبه ځمکه ده که چېرې دروازې يې چپه شوې، نو اوبه به ډېر خلک او ځمکې له ځانه سره يوسي.))

د يادو څرګندونو په اړه د بغلان د برېښنا رييس سلطان احمد عزيزي هم پژواک ته وويل چې د پلخمري لومړى برېښنا بند د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دى.

هغه وايى: (( که د لومړي برېښنا بند دروازه ويجاړه شي، نو اوبه يې دويم برېښنابند ته راځي چې دا به هم له فعاليت څخه پاتې کړي.))

نوموړي اندېښنه وښوده چې د دغو بندونو په ويجاړېدو سره به سلګونه کورونه او زرګونه هکتاره ځمکه له منځه لاړه شي او خلک به د برېښنا له نعمت څخه بې برخې شي.

عزيزي وايي چې دغه ستونزه يې په کابل کې له وزارت سره شريکه کړې او هغوى يې د حل په برخه کې ژمنې کړې دي.

د يادونې ده چې تېرکال د سلواغې په مياشت کې د اوبو او برېښنا پخواني وزير علي احمد عثماني بغلان ولايت ته سفر وکړ.

هغه ويلي و چې د دغو بندونو د بيارغولو ډيزاين او سروې شوې او ډېر ژر به يې د بيا رغولو چارې هم پيل شي.

بايد و ويل شي چې د پلخمري برېښنا بندونه سره له دې چې اووه ميګاواټه برېښنا توليدوي، زرګونه هکتاره ځمکه هم ترې خړوبيږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه