منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۹ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د کليوالي مېرمنو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

جلال اباد (پژواک ۳۰ لړم ۹۷): ننګرهار کې د کليو د پراختيااو بيارغونې رياست له لوري د کليوالي مېرمنو د لاسي صنايعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو؛ خو کاريګرو مېرمنو ويل، د دې ډول نندارتونونو پرځای دې دوی ته د بازار موندنې برخه کې کار وشي.

په دغه نندارتون کې چې د لړم په ۳۰مه د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې جوړ شوی و، د مېرمنو په لاس توليد شوې جامې، قالېنې، خوراکي توکي او زينتي توکي د نندارې او خرڅلاو په موخه اېښودل شوي و.

د ننګرهار د کليو د پراختيا او بيارغونې رييس انجنير مجيب الرحمن ضياء وويل، چې له دغه نندارتون څخه موخه د کليوالي ښځو لاسي صنايعو ته بازار موندنه ده.

هغه زياته کړه، نندارتون کې ۱۵ غرفې ايښودل شوي چې د مېرمنو په لاس توليد شوي ډول ډول افغاني جامې، قالېنې او خوراکي توکي په کې نندارې ته وړاندې کېږي.

جميله سادات چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د لاسي صنعت په برخه کې کار کوي وايي، اوس ورسره ۳۰۰ مېرمنې کار کوي او ډول ډول افغاني کالي، څادرونه او د خونو لپاره زينتي وسايل جوړوي.

نوموړې زياته کړه چې دا نندارتون د دوی د بازار موندنې لپاره تر يوه حده ګټور تمامېدلی شي؛ خو مهمه دا ده چې ننګرهار کې د مېرمنو د لاسي صنعت لپاره ځانګړی بازار رامنځته شي.

دغه راز د عارفې په نوم د چپرهار ولسوالۍ يوه اوسېدونکې هم دغه نندارتون ته راغلې وه چې په خپل کور کې له خپلو خويندو سره يوځای قالينې جوړوي هغه وايي، لويه ستونزه يې د ځای او بازار نه موجوديت دی.

هغې وويل، اوس هم د دوی قالينې پاکستان ته ځي او هلته د هغه هېواد په نوم نړيوالو بازارونو کې پلورل کېږي.

تر دې وړاندې هم ننګرهار کې د مېرمنو د لاسي صنعت بېلابېل نندارتونونه جوړ شوي؛ خو مېرمنې وايي، د دوی صنعت ته يې د بازار موندنې په برخه کې هېڅ ګټه نه ده رسولې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې