لښکرګاه (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۹۷): د هلمند ځیني ځوانان وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې چارواکو د دغه ولايت له ځوانانو سره يواځې ژمنې کړې، نور یې هېڅ ډول کار ورته نه دى کړى.
دوى دغه څرګندونې د لېندۍ په ١١مه په مرکز لښکرګاه کې د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې چې د ځوانانو معين کمال سادات هم په کې ګډون درلوده.
په دې غونډه کې د ځوانانو په استازيتوب لعل محمد صفا وويل چې حکومتي چارواکي يواځې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال د هلمند د ځوانانو پوښتنه کوي.
هغه تور پورې کړ چې ډېری وخت مرکزي ادارې د ځوانانو د غوښتنو خلاف مقررۍ د وکیلانو او زوراکو په غوښتنه کوي، وړتیا او مسلک ته نه ګوري.
صفا زیاته کړه: ((دلته زرګونه ځوانان د لیسانس او ماسټرۍ په کچه زده کړې لري خو ډېر يې کار نه لري او په مرکزي ادارو کې هم د هلمند د ځوانانو ونډه صفر ده.))
دغه راز يوه بل ځوان روح الله فايز وويل، که چېرې حکومت پر ځوانانو حساب کوي نو د کار کولو زمينه دې ورته برابره کړي.
هغه زیاته کړه: ((هلمند کې زرګونه ځوانان د همدې بې کارۍ او نه پاملرنې له امله د مخالفینو په لیکو کې ولاړ دي، تریاک کري، خو د ځوانانو اړوندو ادارو هېڅکله هم د دوی د تشویق او مصروفیت لپاره اغېزمن کار نه دی کړی.))
يو شمېر نورو ځوانانو هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار وکړ چې حکومت بايد د دغه ولايت ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
خو د هلمند مرستيال والي مجاهد الله صفاري وویل چې د دغه ولايت په دولتي ادارو کې ٨٥ سلنه ځوانان دي.
ده هم له حکومتي مشرانو نه غوښتنه وکړه چې د هلمند ځوانانو ته هم په لويو پرېکړو، مرکزي ادارو، بهرنيو سفرونو او کنفرانسونو کې د ګډون کولو چانس ورکړي.
د غونډې په پاى کې د ځوانانو معين کمال سادات وويل چې د ځوانانو د ستونزو او غوښتنو د اورېدو په موخه يې دغه ولايت ته سفر کړى دى.
هغه وايي: ((د هلمند ځوانان ځکه په ډېرو ادارو کې ونډه نه لري چې د دندو ترلاسه کولو په موخه يې غوښتنې نه دي کړې او نه يې هم موږ ته مراجعه کړې ده چې دنده ورته پيدا کړو.))
سادات وايي چې اوسني حکومت د تېرو حکومتونو په پرتله ځوانانو ته ډېره پاملرنه کړې او تر ډېره يې ورته د کار کولو فرصت برابر کړى دى.
د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې ډېرى ځوانان د وزګارتيا له امله د وسله والو مخالفينو ليکو ته جذب شو دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










