کابل (پژواک، ١٨ لیندۍ ٩٧): د افغانستان لویې څارونوالۍ ومنله چې د فوټبال فدراسیون د ريیس کرام الدین کرام په ګډون یې د دغې ادارې د پنځو مسوولینو دندې ځنډولې دي.
ګارډین ورځپاڼې لس ورځې مخکې په یوه راپور کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولین، د فوټبال له ښځینه لوبغاړو د ناوړه جنسي ګټې اخیستو تورن کړل او د دغو تورونو په دوام د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په دې برخه کې د څېړنو خبر ورکړی و.
دغه راز د افغانستان لويې څارنوالۍ د دغه راپور له نشر وروسته د رامنځته شوو اندېښنو په ځواب کې ډاډ ورکړی و چې په دې برخه کې «هر اړخیزې، عادلانه او غوڅې» څېړنې کوي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادو تورونو په تعقب لویې څارونوالۍ د دغې موضوع د څېړنې او ارزونې په موخه یو پلاوی پر دنده ګومارلی و.
هغه زیاته کړه: ((دغه پلاوي د عدالت د تامین، د کره اسنادو او شواهدو د راټولولو او د څېړنو پر مهال د بې نظمۍ د ټاکنې لپاره لویې څارنوالۍ ته وړاندیز وکړ چې د فدراسیون د رییس، مرستیال، دسکرتر جنرال، د امنیت د مسوول او د فوټبال فدراسیون د ولایتونو د امنیت د مسوول دندې دې وځنډول شي، چې لوی څارنوال یې دغه وړاندې قبول کړ او د یادو کسانو دندې یې و ځنډولې.))
هغه وویل، په دې اړه جدي څېړنې روانې دي.
د المپیک د ملي کمېټې د فوټبال فدراسیون مطبوعاتي مسوول شفیع شاداب وویل، تر اوسه په دې تړاو دغه فدراسیون ته د لویې څارنوالۍ له خوا رسمي مکتوب نه دی لېږل شوی، هر کله چې رسمي مکتوب تر لاسه کړي فدراسیون به یې په اړه خپل غبرګون اعلان کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










