کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۹۷): د هالنډ شاهي سفارت د پژواک خبري اژانس پخواني خبریال محمد حسن حکیمي ته له بشري حقونو د دفاع او مدني فعالیتونو په برخه کې د بې شمېره هڅو په خاطر د دغه هېواد د «بشري حقونو د لاله» جایزه ډالۍ کړه.
محمد حسن حکیمي له کلونو راهیسې د عدالت غوښتنې او بشري حقونو د ساتنې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې زیاتې هڅې کړې او په روان مېلادي کال کې په افغانستان کې د هالند د «بشري حقونو د لاله» جایزې په ترلاسه کېدو بریالی شو.
نوموړي دغه جایزه تېره شپه په دغه مناسبت په کابل کې د هالنډ سفارت لخوا د جوړو شوو مراسمو په ترڅ کې د اداري اصلاحاتو کمېسیون د رییس نادر نادري، په کابل کې د هالند د سفیر جفري فان لیون، د یوناما د استازو، د یو شمېر نړیوالو بنسټونو د مسئولینو، بهرنیو ډېپلوماتانو او رسنیو د مسوولانو په موجودیت کې ترلاسه کړه.
هغه پژواک ته وویل، په دې سیالۍ کې د ټول هېواد په کچه د بشري حقونو څلورو مدافعینو ګډون کړی وو.
د هغه په خبره، دغه جایزه په افغانستان کې د هالنډ شاهي هېواد له خوا هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د رسنیو له لارې یې د ټولنې د رښتینو واقعیتونو د انعکاس، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې یې فعالیت کړی وي.
نوموړي روښانه کړه چې د داور پلاوي له خوا د یادې جایزې د مستحق ګڼلو د څرنګوالي په اړه یې هېڅ معلومات نه درلودل او دغه بهیر په پوره روڼوالي مخ ته تللی دی.
محمد حسن حکیمي به د دې جایزې د ترلاسه کولو سربېره د هالنډ شاهي هېواد ته یو سفر ولري.
حکیمي له دې مخکې اته کاله په غور ولایت کې د پژوک خبري اژانس سره د خبریالۍ دنده ترسره کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










