کندهار (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۷): د کندهار د کډوالو چارو رییس وايي، په روان کال کې د سپین بولدک له لارې ۴۴۷۰ کډوالې کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه څرګندونې د کندهار د کډوالو چارو رییس محمد رحیم رحیمي په خبري غونډه کې وکړې.
رحیمي وویل، د روان کال له پیله بیا تر اوسه له پاکستان څخه د سپين بولدک له لارې ۴۴۷۰ کډوالې کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
هغه زیاته کړه، له دې ډلې ۷۲۱ هغه کډوالې کورنۍ دي چې قانوني اسناد یې لرل او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې/UNHCR له خوا ورسره مرسته شوې ده.
دی وايي، د دې تر څنګ ۳۴۷۹ بیا هغه کډوالې کورنۍ دي چې قانوني اسناد یې نه لرل او د کډوالۍ د نړیوال سازمان/IOM له خوا ورسره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د ده په خبره، د کډوالو چارو ریاست مسوولیت لري چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه غم وخوري، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.
هغه زیاته کړي، د راستنېدونکو کډوالو د ښارګوټو لپاره د کندهار په دوو ولسوالیو پنجوايي او دامان کې ځمکې بېلې شوي چې دوی یې تر ډېره د نقشې او اړوندې نورې چارې بشپړې کړي، خو د ځمکو د وېش چارې یې نه دي پیل کړي.
نوموړي وویل، د ځمکو د نومرو د وېش چارې د ولسمشرۍ ماڼۍ فرمان ته ځنډېدلي چې تر اوسه نه دی ورکړای شوی.
دی وايي، د کندهار د کډوالو چارو ریاست چمتو دی چې په پنجوايي ولسوالۍ کې پر کډوالو ۱۰۷۶ د استوګنې نومرې ووېشي.
دغه راز ده یادونه وکړه، دا چې یواځې همدا یو ښارګوټی د ټولو کډوالو لپاره بسنه نه کوي، په دامان ولسوالۍ کې هم د کډوالو د بل ښارګوټي لپاره ۶ زره جریبه ځمکه بېله شوې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د حکم تر لاسه کولو وروسته به پر مستحقو کډوالو ووېشل شي.
رحیمی خبر ورکړ چې کله هم د نومرو وېش پیل شي، نو یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو ژمنه کړې چې د شلټر په نوم پروګرام به پیلوي او له کډوالو سره به د کورونو په جوړولو کې مرسته کوي.
د کډوالو چارو رییس د راستنېدونکو کډوالو تر څنګ په کور دننه د بې ځایه شوو کډوالو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ويې ویل، کندهار د شاوخوا ۳۰ زرو هغو کډوالو کورنیو کوربه دی چې له د دې ولایت له څو ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو څخه یې د جګړې او په دې وروستیو کې د وچکالۍ له امله دلته پناه راوړې ده.
دی وايي، اړوند ریاست د مرستندویه ادارو په همکارۍ توانېدلي چې د ۲۰ زره ۵ سوه دغسې کډوالو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو تر څنګ نغدي مرستې وکړي.
د ده په وینا، د کډوالو ریاست او مرستندویه ادارو یوه ګډه ډله هره ورځ په منظمه توګه سروې کوي، څو هغه کډوالې کورنۍ چې مستحقې وي، ومومي او مرسته ورسره وکړي.
نوموړي خبر ورکړ چې اړوند ریاست مخکې نغدي مرستې نه کولې او دا کار یې د مرستندویه ادارو په مرسته کاوه، خو اوس یې دغه لړۍ هم پيل کړې ده.
دی وايي، د کندهار د کډوالو چارو ریاست له اړوند وزارت څخه څه باندې لس ميليونه افغانۍ تر لاسه کړي او د ۱۴ ارګانونو د استازو یوه پلاوي سروې پيل کړې، څو مستحقې بې ځایه شوې کورنۍ تشخیص او بیا له هغو سره مرستې وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










