کندهار (پژواک، ۲٨ لیندۍ ۹۷): په کندهار کې د پښتو ژبې د نامتو کیسه لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر پروفیسور دروېش دراني د ادبي خدمتونو په ویاړ یو ورځنی علمي سیمینار جوړ شو.
دغه سیمینار چې په کندهار پوهنتون کې جوړ شوی و، د افغانستان او پښتونخوا لسګونو پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو، او فرهنګیانو په کې ګډون کړی وو.
په دغه سیمینار کې د لر او بر پوهانو، لیکوالانو او شاعرانو، استاد حبیب الله رفیع، اباسین یوسفزي، استاد لال پاچا ازمون، رحمت شاه سایل، محمد صادق ژړک او نورو د دواړو شخصیتونو د ادبي خدمتونو په اړه مقالې او ویناوې وړاندې کړې.
د سیمینار د علمي برخې تر پيل وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پيغامونه هم وړاندې شول.
په دغو پیغامونو کې راغلي وو چې پروفیسر دروېش دراني د شعر او نظم په ژبه د پښتون قوم د ويښولو لپاره ډېر زیار ایستلی او طاهر افريدي بیاد پښتو ژبې په داستاني ادبياتو کې يو عمر کار کړی او د پښتو ادب دې برخې ته يې خورا زيات خدمتونه کړي دي.
ورپسې د ویناوو برخه کې د کندهار پوهنتون علمي مرستیال څېړندوی انجنیر شېر شاه رشاد وویل، د خوښۍ ځای دی چې په کندهار پوهنتون کې د پښتو ادب د اوسني پېر په منثوره برخه کې د وتلي کیسه لیکونکي طاهر افریدي او په منظومه برخه کې د نومیالي شاعر پروفیسور دروېش دراني د ادبي خدمتونو په ویاړ علمي سیمینار جوړېږي.
هغه زیاته کړه، طاهر افريدی او د هغه هنري او داستاني نثر د پښتو ادب هغه څپرکي دي چې د موضوع له پلوه د پښتني چاپېریال نوي موضوعات، مفاهيم او سوژې په خپله غېږه کې نغښتي دي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې نومیالی شاعر پروفیسور دروېش درانی بیا د پښتو ادب په منظومه برخه کې د دې سیمې هغه ځلانده علمي او ادبي څېره ده چې د ولس دردونه او کړاونه یې د شعر په ژبه په ډېر لوی هنر وړاندې کړي او په زړه پورې شاعرۍ یې د هر لوستونکي د زړه پردې رپولې او رېږدولې دي.
د کندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب وویل، د دغسې سیمينارونو جوړول د لر او بر پښتنو یووالی ښيي.
هغه زیاته کړه:((زموږ خوږه ژبه، لوړ کلتور، يوه وينه او خوی هيڅ ډول سياسي کرښې او پوځي اغزن تارونه نه شي بېلولای.))
نوموړي یادونه وکړه چې له ښه مرغه په دې وروستیو کې په ژوندوني د لر او بر پوهانو، لیکوالانو او فرهنګي هستیو د ستاینې دود او کلتور رامنځته شوی او د لا غوړېدا لپاره یې د افغانستان اسلامي جمهوريت، کلتوري او علمي ادارې د امکان تر بریده زيار باسي.
هغه په دې لړ کې نننی سيمينار یوه ښه بېلګه وبلله او زیاته یې کړه چې د دا ډول سيمينارونو ستراتيژيک او کلتوري مسير ښيي چې د پرمختګ او ودې پر لاره روان يو.
له ویناوو وروسته د سیمینار علمي او څېړنیزه برخه پيل شوه چې لومړۍ برخه طاهر افريدي او دویمه برخه پروفیسر دروېش دراني ته ځانګړې شوې وې چې د هغوی د هنر، ژوند او ادبي خدمتونو په اړه په کې د لر او بر لیکوالو او پوهانو له خوا مقالې واورول شوې.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فضل الباري بریالي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه یو ورځنی علمي سیمینار د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه او پاملرنه جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه،د اطلاعاتو فرهنګ ریاست پلان لري چې د دغو دواړو شخصیتونو په اړه لیکل شوې مقالې د کتاب په بڼه هم چاپ کړي.
د سیمینار په وروستۍ برخه کې یو پرېکړه لیک هم وړاندې شو او یوه ماده یې دا وه چې پښتو دې په ټولو پښتنوحوزو کې د حکومت ژبه شي، په رسمیاتو کې دې پښتو وکارول شي او په پښتو ژبه دې تعلیم او تحصیل عام کړل شي.
دغه راز د دغه پرېکړه لیک له لارې غوښتنه شوې وه چې په کندهار کې دې دوه تعلیمي مرکزونه د طاهر افریدي او دروېش دراني په نومونو ونومول شي.
د سیمینار په پای کې راغليو مېلمانو د احمد شاه بابا، میرویس نیکه له مزارونو او یو شمېر تاریخي ځایونو څخه لیدنه هم وکړه.
د یاد شوي سیمینار او کندهار ته د سفر په اړه د پښتونخوا وتلي شاعر رحمت شاه سایل پژواک اژانس ته وویل، دا مې د ژوند هیله وه چې د پښتنو تاریخي مرکز کندهار ووینم.
دی وايي، سیمینار ډېر ښه تر سره شو، د پښتونخوا او افغانستان لیکوالانو او پوهانو له یو او بل سره ولیدل، تاریخي ځایونه او علمي مرکزونه مو ولیدل، خو تنده مو لا ماته نه ده.
هغه غوښتنه وکړه چې دغسې سفرونه، علمي غونډې، لیدنې او کتنې دې بیا بیا وشي څو د کرښې دواړو غاړو ته د پروت یوه ولس تر منځ اړیکې نورې هم ټینګې شي.
د یادونې ده چې کندهار ته له لر او بر څخه راغلي لیکوال او پوهان نن ماښام بیرته د کابل پر لور وخوځېدل.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










