منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې ډېری نجونې د ناسمو دودونو او ښځینه ښوونکو کموالي له امله له ښوونځي پاتې کېږي

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۷۹ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۳ مرغومی ۹۷): په بلخ  ولايت کې  د ښځو د حقونو فعالانې او يو شمېر زده کوونکې وايي چې د ناسمو دودونو او د ښځينه ښوونکو د کمښت له امله نجونې له زده کړو پاتې کېږي.

د بلخ د ښځو چارو رياست بيا له زده کړو د ښځو منع کول، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي جدي بڼه يادوي.

له دې سره د بلخ د پوهنې رياست ډاډ ورکوي چې د دغه  مشکل د حل لپاره يې جدي هڅې پيل کړې دي.

بلخ د هېواد له امنو ولايتونو دی چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې د نورو چارو تر څنګ د تعليم او زده کړو برخه کې هم پام وړ پرمختګونه راغلي دي.

د رسمي معلوماتو له مخې، دمګړۍ د بلخ د ټولو زده کوونکو نږدې ۴۰ سلنه نجونې دي خو ورسره جوخت د ياد ولايت په ډېری ولسواليو کې له زده کړو د نجونو راګرځول، جدي ستونزه ګڼل کېږي چې لا هم پر ځای پاتې ده.

د بلخ د ښځو چارو رياست اداري مديرې عارفه سفار د دې موضوع په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل چې له زده کړو د نجونو ګرځول او يا هم په نيمايي کې د ښوونځي پرېښودل، د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي جدي بڼې دي.

هغه وايي چې د بلخ به نږدې ټولو لرو پرتو سيمو کې نجونې يوازې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو حق لري او له هغه وروسته يې کورنۍ له ښوونځيو وباسي.

د هغې په خبره، ستونزه له هغه ځايه سرچينه اخلي چې په ډېری کورنيو کې نجونو ته د هلکانو په پرتله په کمه سترګه کتل کېږي.

نوموړې وايي چې ښوونځيو ته نجونو نه پرېښودلو لوی لامل سيمه ييز ناسم دودونه دي.

سفار وويل: ((بلخ کې تر ډېره ښوونځيو ته د لاسرسي امکانات ډېر دي، خو اصلي ستونزه په کورنيو کې ده، ډېری کورنۍ  خپلو هلکانو ته تر دوکتورا او ماسټرۍ پورې د زده کړو مصارف او زمينه برابروي، خو خپلې نجونې د کور شا ته ښوونځي ته هم نه استوي چې دا ښکاره تاوتريخوالی دی.))

د ښځو چارو رياست دې کارکوونکې له ديني علماوو، قومي مشرانو او اړونده دولتي ادارو غواړي چې د يادې ستونزې د حل په موخه لازم اقدامات وکړي.

نوموړې په دې برخه کې د عامه پوهاوي تبليغات زيات ګټور بولي او ديني عالمانو او پوهنې وزارت څخه د دغه کار تمه لري.

د هغې په خبره، د قانون له مخې زده کړې د هر افغان ماشوم که هغه هلک وي او که نجلۍ، حق دی او په وينا يې چې هېڅوک حق نه لري څو د هغوی ممانعت وکړي.

ناديه همداسې يوه نجلۍ ده چې د زده کړو په بهير کې د کورنۍ له سختو مخالفتونو سره  مخ شوې ده.

هغې پژواک ته وويل چې کله اووم ټولګي ته بريالۍ شوه، نو د کورنۍ مشرانو په ځانګړي ډول وروڼو او ترونو يې ورته وويل چې نور به مکتب ته نه ځي.

نوموړې زياتوي چې له همدې امله ۳ کاله په کور کېناسته او چې ليدل يې نورې همصنفيانې يې ښوونځي ته ځي؛ نو ډېره به ځورېده.

ناديې وويل: ((تقريباً به درې کاله يې مکتب ته پرې نه ښودم، مور، پلار او د کورنۍ نورو مشرانو ته مې ډېرې زارۍ وکړې؛ خو ټولو به راته ويل چې بده خبره ده، خلک به وايي چې پېغله لور يې مکتب ته ځي او سل نورې ستغې سپورې به يې هم راته وکړې.))

نوموړې زياتوي چې ډېرو کوششونو وروسته يې د کورنيو غړو نه اجازه  واخيسته چې دا به مکتب ته پرېږدي.

هغې اوس ښوونځي پای ته رسولی او په بلخ پوهنتون کې لوړې زده کړې کوي.

ناديې د خپلو خبرو په دوام کې وويل، دا بختوره وه چې کورنۍ يې راضي کړه، څو يې مکتب ته پرېږدي، خو زياتوي چې د دې په څېر ډېرې نجونې شته چې ارمانونه يې خاورې شول او د همدې ناسمو دودونو له امله له ښوونځيو او زده کړو څخه پاتې کېږي.

هغه وايي، څو چې د بې سوادۍ د زيانونو او د تعليم د ارزښت په تړاو خلکو ته عامه پوهاوی ورنه کړل شي؛ نو د نجونو د زده کړې په برخه کې شته ستونزې به همداسې دوام ولري.

د چمتال ولسوالۍ قومي مشر حاجي اختر محمد بيا پژواک ته وويل چې په  ولسواليو کې د ښځينه ښوونکو کمښت له امله دوی زړه نه ښه کوي چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته ولېږي.

نوموړي زياته کړه چې دمګړۍ يې په سيمو کې نجونې تر پنځم ټولګي پورې له هلکانو سره په يو مکتب  او د نارينه معلمينو له خوا زده کړې کوي خو کله چې د بلوغ مرحلې ته ورسېږي، نو نور يې نه شي پرېښودای چې له نارينه ښوونکو څخه درس ووايي.

د هغه په خبره، که حکومت په ولسواليو کې د ښځينه ښوونکو د کمښت ستونزه حل کړي؛ نو دوی ښوونځيو ته د نجونو له استولو سره هېڅ ډول ستونزه نه لري.

نوموړي وويل: ((موږ د نجونو د زده کړو مخالف نه يو، موږ هم غواړو چې لوڼې مو باسواده وي؛ خو اول بايد د نجونو د زده کړو شرايط برابر شي، معارف وزارت بايد د ښځينه معلمينو د کمښت ستونزه حل کړي او همدا راز د نجونو لپاره دې جلا مکتبونه جوړ کړي.))

دغه قومي مشر زياتوي چې د پخوا په پرتله د ښځې او نارينه د تعليم په تړاو د عامو خلکو نظرونه مثبت لور ته بدل شوي او تر ډېره اوس هره کورنۍ غواړي چې نجونې او هلکان يې باسواده وي.

دغه راز د بلخ د ولايتي شورا غړې طاهره حقجو بيا په ولسواليو کې روانه نا امني، د خلکو د فکري کچې او تعليم ټيټوالی او د ښځينه ښوونکو کمښت د يادې ستونزې لوی لاملونه بولي.

هغې پژواک ته وويل چې د هغو نجونو راتلونکې ډېره تياره او خطرناکه ويني چې د بېلابېلو دلايلو له امله له زده کړو پاتې کېږي.

نوموړې نيوکه وکړه چې ښځو چارو وزارت، د ښځو له حقونو د دفاع ټولنو او ښځينه فعالانو د يادې ستونزې د حل په برخه کې خپل مسووليت نه دی ادا کړی.

مېرمن حقجو زياته کړه: ((موږ هره  ورځ وينو چې د ښار په مجللو هوټلونو کې د ښځو د حقونو په اړه محفلونه نيول کېږي، ښکاره خبره ده چې په ښار کې زمونږ ستونزې کمې دي؛ دغه خلک بايد ولسواليو ته ډېر پام وکړي او هلته د ښځو له بد وضعيت څخه دې ځان خبر کړي.))

د هغې په خبره، د ښځو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه دې له دې  وروسته د مزار ښار پر ځای په هغو ولسواليو کې ونيول شي چې امنيتي وضعيت يې د ډاډ وړ دی؛ خو بيا هم مېرمنې پکې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.

د بلخ د ولايتي شورا دغه غړى له حج او اوقافو وزارت څخه هم غواړي چې د جوماتونو د ملا امامانو له لارې دې په ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې خلک وهڅوي چې خپل نارينه او ښځينه اولادونه ښوونځيو ته واستوي.

د هغې په خبره هغه مېرمنې چې زده کړې يې کړي د هغو په پرتله چې په بېسواده دي، په کورنيو کې ډېرې خوښې دي.

د بلخ د پوهنې رياست هم مني چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې نجونې خپلې زده کړې په نيمه کې پرېږدي.

د بلخ د پوهنې رييس علی الله اميري پژواک ته وويل چې په ولسواليو کې د نجونو د زده کړو پر  وړاندې د خنډونو د معلومولو او هغو سره د مبارزې په موخه يې اقدامات پيل کړي دي.

هغه زياته کړه چې د بلخ نږدې ټولو ولسواليو ته يې د ارزيابۍ ګروپونه لېږلي؛ څو معلومه کړي چې څه تعداد نجونې او  ولې په نيمايي کې خپلې زده کړې پرېږدي.

اميري وويل چې دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، ځيني کورنۍ حتی دې ته هم زړه نه ښه کوي چې خپلې وړې نجونې په لومړي ټولګي کې شاملې کړي.

د بلخ د پوهنې رييس وويل چې د يو شمېر سيمه ييزو دودونو تر څنګ په ولسواليو کې د ښځينه ښوونکو کمښت له زده کړو د نجونو د پاتې کېدو تر ټولو لوی عامل دی.

هغه زياته کړه چې پوهنې رياست هڅې پيل کړې څو د امکان تر بريده د نجونو لپاره په ځانګړو مکتبونو کې يواځې ښځينه استادانې استخدام کړي او دغه تشه ډکه کړي.

د هغه په وينا په يو شمېر ولسواليو کې د مصوونې تدريسي فضا نه شتون له امله هم يو شمېر کورنۍ زړه نه کوي چې نجونې يې ښوونځيو ته لاړې شي.

نوموړي وويل: ((د مصوونې تدريسي فضا نه شتون دا معنا چې په ولسواليو کې زموږ ډېری مکتبونه احاطوي ديوال نلري چې دا يوه جدي ستونزه ده او د حل لپاره يې پوهنې رياست جدي اقدامات تر لاس لاندې نيولي دي.))

هغه زياتوي چې په ښوونځيو کې د زده کوونکو د والدينو شوراګانو په تشکيل سره پوهنې رياست هڅه کوي چې ديني علماوو او قومي مشرانو سره په همغږۍ د نجونو د زده کړو پر وړاندې پراته خنډونه حل کړي.

ديني عالم مولوي ضياءالدين حنفي پژواک ته وويل چې د اسلام مقدس دين له نظره د علم زده کړه پر هر ښځينه او نارينه مسلمان باندې فرض ده.

نوموړی زياتوي چې د نجونو او هلکانو د زده کړې لپاره د مصوونې فضا رامنځته کول د حکومت مسووليت دی او بايد چې دې برخې ته جدی پاملرنه وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې