ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو قوماندان: نظامي فشار د سولې د خبرو لپاره ګټور دی

د ناټو قوماندان: نظامي فشار د سولې د خبرو لپاره ګټور دی

author avatar
27 Dec 2018 - 11:05
د ناټو قوماندان: نظامي فشار د سولې د خبرو لپاره ګټور دی
author avatar
27 Dec 2018 - 11:05

کابل (پژواک، ٦ مرغومى ٩٧): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې تر سياسي جوړ جاړي پورې به په افغانستان جګړه روانه وي.

نوموړي له اېس اېن اېن سره په يوه مرکه ويلي، د سياسي جوړ جاړي او سولې لپاره پوځي فشار اړين دى او دوى له تېرو څو مياشتو کې په دغه کار کې بريالي شوي دي.

خو جنرال مېلر وايي چې افغان شخړه په ټوله کې نظامي حل لار نه لري او بايد د سولې د خبرو اترو له لارې ورته سياسي جوړ جاړى ولټول شي.

هغه زياته کړې، دوی په نظامي ډګر کې د فشار له لارې بريالي شوي چې طالبان د سولې خبرو ته قانع کړي، خو دا بايد ومنل شي چې د افغانستان روانه جګړه له نظامي لارو ګټونکی نه لري.

د ناټو د روزنې ماموريت دغه قوماندان وايي، د سياسي حل په برخه کې شپږ يا ۱۲ مياشتې مخکې د اوسني پرمختګ شاهدان نه وو، نو له همدې امله ويلی شي چې نظامي فشارونه د سياسي مذاکراتو لپاره ګټور دي.

سکاټ مېلر ويلي، دوی لا هم ډاډمن نه دي چې طالبان به رښتيا هم له سياسي حل لارې افغان جګړه ختمه کړي يا نه، خو دوی به تر هغه نظامي فشار ته ادامه ورکوي څو افغانستان ته ثبات نه وي راغلی.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم ویلي چې په افغانستان د روانې جګړې د سیاسي حل لپاره هڅې روانې دي، خو د جګړې په ډګر کې به د ناټو ملاتړ او د افغان ځواکونو فشارونه لا هم دوام ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.