پل علم (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٧): د لوګر په مرکز پل علم کې د تجربوي لېسې لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر د پوهنې ريیس عبدالوکیل کلیوال په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې پر یادې ودانۍ څه باندې يوولس میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې چارې یې د یوه کال په موده کې بشپړې شوې دي.
هغه وایي چې دغه ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، د کمپیوټر او لابراتوار مجهزې څانګې، ۱۶۰ مېز او څوکۍ، د اوبو څا، د برېښنا سیستم، کانکرېټي کثافت دانۍ، پنځه تشنابونه او د احاطې دېوال لري.
د کليوال په وينا، په دې لېسه کې به زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شي.
نوموړي وویل چې دا لېسه به پر اړینو وسایلو سمبالوي څو زده کوونکو ته په کې د عملي زده کړو زمینه برابره شي.
هغه د پوهنې وزارت له چارواکو د یادې لېسې لپاره د تشکیل د منظورېدو او په لابراتواري وسایلو د سمبالېدو غوښتنه هم وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې د لوګر والي محمد انور اسحاق زي هم د دې لېسې پر جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې د لوګر اوسېدونکي بايد خپل اولادونه په دغه ښوونځي کې داخل کړي څو يو مسلک هم زده کړي.
خو د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي ټينګار وکړ چې د پوهنې په بهير کې د کميت تر څنګ کيفيت ته هم بايد ډېره پاملرنه وشي.
د نوموړي په وينا، د لوګر ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري، زده کوونکي او ښوونکي يې له امنيتي ګواښونو سره مخ دي او زده کوونکي د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو له کمښت سره هم مخ دي.
د يادونې ده، د لوګر ٣١٣ ښوونیز مرکزونو له ډلې ١١٧ يې ودانۍ نه لري، خو ويل چې په راتلونکي کال به يې ٨٤ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن