جلال اباد (پژواک ۹ کب ۹۷): د لوړو زده کړو وزير وايي، په خصوصي او دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو ادارو کې د درسي بهير د ښه والي لپاره تعليمي نصاب نوی کېږي.
نجيب الله خواجه عمري وويل، يه ياده چاره کار پيل شوی او په ډېر لنډ وخت کې به په ټولو پوهنتونونو کې نوی تعليمي نصاب عملي شي.
نوموړي چې پرون لغمان او نن يې ننګرهار ولايت ته سفر کړی و، د دغو دواړو ولايتونو پر دولتي پوهنتونونو سربېره يو شمېر خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو له موسساتو ليدنه وکړه او د هغوی درسي بهير يې وڅاره.
خواجه عمري وويل، د افغانستان د لوړو زده کړو اوسنی درسي نصاب ډېر پخوانی دی او پر نوي درسي نصاب يې کار پيل کړی چې هېڅ استاد ته به په کې د زړو چپټرونو له لارې د زده کړې جواز نه وي.
هغه زياته کړه: ((د کفييت له اړخه ستونزې شته، پوهنتونونو ته به امکانات ورکړو، څو خپل کيفيت لوړ کړي او موږ به يې څارنه کوو او په ټولو پوهنتونونو کې به تحقیقاتي اداره فعاليت پيل کړي چې په نوي بڼه به وي.))
د هغه په وينا، د پوهنتونونو د پرمختګ لپاره يې پلان جوړ کړی چې دولتي پوهنتونونو ته مالي خپلواکي ورکړي چې خپله قراردادونه او تړونونه وکړي، عوايد راټول کړي او پوهنتون پرمختګ وکړي.
هغه زياته کړه تر اوسه اتو پوهنتونونو کې دا پروګرام عملي شوی دی.
د ده په خبره، د استادانو د تحصيلي کچې د لوړېدو لپاره يې هم هڅې پيل کړې او تر راتلونکو درېيو کلونو به د پوهنتون هېڅ استاد له ماسټرۍ ټيټه تحصيلي درجه ونه لري.
دی وايي، اوسمهال د دولتي پوهنتونونو تر زرو ډېر استادان په بهرنيو هېوادونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا پر زده کړو بوخت دي.
خواجه عمري زياته کړه، د خصوصي پوهنتونونو د استادانو د سواد کچې لوړوالي او پوهنتونونو د معيار لوړېدو برخې ته هم ځانګړې پاملرنه شوې او د څارنې برخه به يې هم تر دې وروسته ډېره قوي شي.
دی وايي، تر دې وروسته به هېڅ دولتي استاد ته په خصوصي پوهنتونونو کې د دندې اجازه ور نه کړي، چې دا چاره به د درسي بهير ښه والي او ځوانانو ته د کار موندنې برخه کې ډېره مرسته وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










