کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٧): وروسته له هغه چې پاکستان هند ته د هغوى پيلوټ تسليم کړ، بيا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي نښته کې اووه کسان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په يوه اعلاميه کې ويلي چې پرون ناوخته دا نښته او ډزې د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمير پر سرحد شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې په دې نښته کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ژوبل دي چې په وژل شوو کې دوه سرتېري او د يوې ښځې په ګډون دوه ملکي وګړي شامل دي.
د پاکستان پوځ ويلي چې دوى هم ځوابي بريد کړى او هندي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخوا ځينو هندي رسنيو خبر ورکړى چې په دې نښته کې درې هندي وګړي وژل شوي دي.
د يادونې ده، تېره اوونۍ لومړى هندي ځواکونو د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر يو مرکز هوايي بريد کړى و چې وروسته د پاکستان هوايي ځواک د هند دوه الوتکې وغورځولې او د هغوى يو پيلوټ يې ژوندى نيولى و چې وروسته يې خوشی کړ.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










