میمنه (پژواک، ۱۲ کب ۹۷): د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د ورزشي جامو لومړنۍ تولیدي فابريکې چې ۲۰ کسان په کې په کار بوخت دي، فعالیت پیل کړ.
د فاریاب والي نقیب الله فایق نن په میمنه کې د دغه کارځي د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د دغه کارځي جوړېدل د نورو پانګوالو د هڅونې لپاره مثبت ګام دی او زیاته یې کړه، یوازې دولت نشي کولاي خلکو ته کاري زمینه برابره او اقتصادي پرمختګ رامنځته کړي.
فایق وویل: ((مخکي امنیتي وضعیت نازک او خلکو اندېښنه درلوده، زیاتره خلک له میمنې ښاره تللي وو، خو اوس د ښار د امنیت په اړه د خلکو باور ښه شوی او خصوصي سکتور پانګونې ته لېوالتیا پیدا کړې.))
د یادې تولیدي کارخونې مالک غلام محمد بابایي وویل، په دغه ولایت کې د ورزشي جامو د تولیدي کارخونې تشه احساسېدله نو له همدې امله یې په لومړۍ پانګونه «۷۵ زره امریکايي ډالرو» دغه کارخونه جوړه کړه.
د ده په خبره، په دې تولیدي کارخونه کې د ورزشي جامو پر جوړېدو سربېره په ورزشي جامو او لوښو د پېرېدونکو په خوښه د دوی د خوښې انځورونه او متن هم چاپوي.
د محمد امین په نوم د میمنې ښار یوه ورزشکار وویل، له دې مخکې به د ورزشي جامو د اخیستو لپاره ګاونډیو ولایتونو ته تلل خو د دې تولیدي کارخونې له جوړېدو وروسته ګاونډیو هېوادونو ته د تلو اړتیا نشته.
د نوموړي په خبره، که د دې تولیدي کارخونې مالکان په لوړ کیفیت ورزشي جامې تولید او بیه یې مناسبه وي ممکن له ګاونډیو ولایتونو هم پېرېدونکي پیداکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










