منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندوز مېرمنې: د اوربند او سولې ټينګښت لپاره عملي اقدامات غواړو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۷۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ کب ۹۷): د کندوز يو شمېر مېرمنو د يوه لاريون په ترڅ کې له دولت او وسله والو طالبانو د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه .

د کندوز ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دغه لسګونه مېرمنې نن د کب په ١٧مه کندوز ښار کې د مارچ د اتمې په مناسبت راټولې شوې وې.

سرچينه وايي چې دغو ښځو په داسې حال کې چې له ځان  سره شعارونه هم لېږدول د لاريون پرمهال د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، افغان دولت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې لپاره رښتیني،ګړندي او عملي اقدامات وکړي،څو نور په افغانستان کې دهیڅ انسان وینه د جګړو له امله تویې نه شي او نه هم خویندې، میندې او مېرمنې بورې او کونډې شي.

د دغو مېرمنو په خبره : (( موږ نور د روانو قربانیو توان نه لرو، موږ نه شو زغملی چې لانور دې زموږ بچیان یتیمان ،بې سرپرسته او معیوب شي، موږ ته نوره د جهاد په نوم افغان وژنه د نه منلو ده، موږ د جګړې په ښکیلو غاړو په ځانګړې توګه وسله والو طالبانو غږ کوو چې نور په خپلو خلکو او هېواد رحم وکړي. )  

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې