جلال اباد (پژواک، ۲۲ کب ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د جلال اباد ښار د اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي پرمختګ لپاره د فيض اباد او د ازبکستان له بخارا ښار سره نښلول کېږي.
په همدې تړاو د کب په ۲۲مه جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ننګرهار او بدخشان ولايتونو د اوسېدونکو او يو شمېر مسوولينو په ګډون مشورتي غونډه جوړه شوې وه.
په غونډه کې د دواړو جلال اباد او فيض اباد ښارونو خلکو په دې خبرې وکړې چې څنګه دغه ښارونه له يو بل سره وصل شي او له نښلېدو څخه يې د خپلو ولايتونو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.
د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند وويل، په پلان کې ده چې د جلال اباد- فيض اباد او جلال اباد بخارا ښارونه د اقتصادي، کلتوري او ټولنيزو اړخونو له يو بل سره ونښلول شي.
هغه زياته کړه، دا پروسه به دې ته زمينه برابره کړي چې د يادو ښارونو سوداګر، خلک او نور قشرونه دواړو ښارونو ته ولاړ شي او هلته سوداګري وکړي، د سوداګرو له تجربو ګټه پورته کړي او د يو بل ښه فرهنګونه خپل کړي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې استازي ويس احمد حکمت وويل چې پخوا د خويندو ښارونو تړون په جلال اباد کې موجود نه و چې څو ځلې وړاندې دغه ښار له نورو ښارونو سره تړل شوی و خو هېڅ ګټه يې نه وه ورکړې.
د نوموړي په وينا، اوس يې دغه ښار ته د خويندو ښار (سيسټر سيټي) پروګرام چمتو کړی چې له تازه نښلونو سره به د دغه ښار خلک د فيض اباد او بخارا ښارونو ته په اسانۍ تګ راتګ کوي او له فرصتونو به ګته پورته کوي.
د جلال اباد ښاروالۍ د ښې حکومتولۍ امر سيد همايون غريبمل وويل، په افغانستان کې د ازبکستان سفارت ورته هيله مندي ښودلې چې په دې برخه کې به شته ټولې اسانتياوې ورته برابرې کړي.
نوموړي د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې په جلال اباد کې د هوايي ډګر نه موجوديت به د دغه تړون پر وړاندې خنډ وي وويل: ((د هوايي ډګر جوړېدو ته کار روان دی، که جوړ شي ډېر به ښه شي.))
د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد عباد الله ناصري هيله مندي وښوده چې دا ډول تړونونه د يو ښار د اقتصادي او نورو برخو د پرمختګ لپاره ډېر ګټور ثابتېدلی شي.
دی وايي که څه هم دغه تړون به په لومړيو کې ډېره ګټه جلال اباد ښار ته ونه رسوي، خو راتلونکي کې به له نورو ښارونو سره ورته ښو تړونونو ته زمينه برابره کړي.
د يادولو ده، شاوخوا ۱۱ کاله وړاندې هم د جلال اباد ښار د امريکا له سينټياګو او د هند له نوي ډلي ښارونو سره نښلول شوی و، خو هېڅ ګټه يې تر اوسه د جلال اباد ښاريانو نه ده ليدلې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










