منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لوګر کې سلو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۲ کتنې

 

پل علم (پژواک، ٨ وری ۹۸): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د روان کال په اوږدو کې به سلو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شي چې ورسره به په دغه برخه کې تر ډېره د زده کوونکو ستونزې هوارې شي.

دغه څرګندونې د لوګر د پوهنې رياست وياند شاپور عرب د وري په اتمه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل چې تېر کال دوى د مسلکي ښوونکو د کموالي، د ښوونځيو د ودانيو د نشتوالي او د کتابونو د کمښت په برخو کې خپلې ستونزې له وزارت سره شريکې کړې وې.

ده زياته کړه چې د پوهنې وزارت له ژمنې سره سم به سږکال په ټول لوګر کې سلو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شي.

دى وايي: ((د دغو ودانيو په جوړېدو سره به تر ډېره د شاګردانو مشکلات حل شي او موږ ولس ته ډاډ ورکوو چې سږکال به د پوهنې په برخه کې ډېر مثبت تغييرات ولرو.))

د عرب په وينا، د پوهنې بهير د پياوړتيا په موخه به د څارنې او ارزونې ډلې هم پر دندو وګومارل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، سږکال په دغه ولايت کې ٣٥ ښوونځي نوي تاسيس شوي او ١٤ منځينو ښوونځيو لېسې ته ارتقاع کړې ده.

د پوهنې رياست وياند زياتوي چې د سږکال لپاره به نږدې ٢٣ زره ماشومان ښوونځيو ته جذب کړاى شي.

ده وويل: ((پوهنه يو غير سياسي بهير دى، موږ د جګړو له ښکيلو غاړو غواړو چې خپل جنګي مرکزونه له ښوونځيو څخه لرې وساتي.))

دغه راز د مرکز پل علم د هارون خېلو منځني ښوونځي زده کوونکي زبير احمد پژواک ته وويل چې د دوى ښوونځى ودانۍ نه لري.

هغه وايي: ((احاطه نشته دى، صنفونه نشته دي، هم د باد او باران په ورځ مکتب رخصت وي او هم شاګردان د درس په وخت کې د ارامش احساس نه کوي.))

بل لورته د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل، د نوي کال لپاره چې د پوهنې په برخه کې کوم پلانونه د پوهنې رياست له دوى سره شريک کړي، هيله بښوونکي دي.

وکيل زياته کړه: ((تېرکال د ښوونځيو د ودانيو، د استادانو او کتابونو په برخو کې موږ مشکلات درلودل، خو د پوهنې رياست موږ سره ژمنه کړې چې دا ځل به دغه مشکلات هېڅ نه وي او يا به هم ډېر کم وي.))

د يادونې ده چې لوګر کې ټول ٣٠٥ ښوونيز مرکزونه دي چې د ٤٠ زره نجونو په ګډون ١٣٥ زره کسان په کې زده کړې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه