کابل (پژواک، ۱۹غویی ۹۸): لسګونو کسانو له ترکیې هېواد څخه د جبري اېستلو په اعتراض کې د کابل هوايي ډګر ته غځېدلې لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
نږدې ۲۵۰ افغان ځوانان چې په هېواد کې د ناامنۍ او وزګارتیا له امله ترکیې ته د تګ په موخه یې خپل هېواد پرېښی و، د ترکیې له لوري را ایستل شوي او له شپږو میاشتو وروسته نن کابل ته راوستل شول.
یاد ایستل شوي ځوانان، افغان چارواکي په بې پروايي تورن کړل ویې ویل چې پاکستاني او ایراني کډوال و نه ایستل شول؛ خو هغوی یې په زور واېستل.
هغوی وایي اعتراض ته به ترهغه مهاله دوام ورکوي څو چې حکومت د کارموندنې او د لګښت ورکړې په برخه کې ژمنه نه وکړي.
د تخار ولایت د روستاق ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالغني چې څلور میاشتې وړاندې د ایران له لارې په ناقانونه ډول ترکیې ته تللی و، وویل: ((له بې روزګاري څخه د ترکيې تګ ته اړ شوم او قاچاق وړونکي ته مې اته سوه ډالر ورکړل، ترکیې ته له ننوتو وروسته سمدلاسه د عثمانیه کمپ ته یوړل شو.))
هغه زیاته کړه: ((ترکي مامورین به هره ورځ راتلل او ویل به یې که په ډیپورتي فورمو لاسلیک و نه کړی تاسو زندان ته لېږدو او په پایله کې یې په زور پر موږ فورمونه لاسلیک کړل او نن یې د الوتکي په واسطه کابل ته ولېږدولو.))
د نوموړي په خبره، ټول کسان چې نن دلته دي، په زور ایستل شوي دي او د ستنولو پرمهال ورسره هیڅ راز مرسته نه ده شوې.
د کونړ ولایت اوسېدونکي او ایستل شوي پناه غوښتونکي محمد عرفان هم وویل: ((موږ له بدې ورځې ترکيې ته تښتېدلي وو او په ناقانونه او جبري ډول یې را ووېستو.))
هغه زیاته کړه، درې میاشتې یې عثمانیه کمپ کې چې زندان څخه کم نه دی تېرې کړي دي او په دې موده کې یوه ورځ هم ترې نه دي پوښتل شوي چې ولی دلته راغلی او څه ستونزه یې درلوده.
نوموړي زیاته کړه: ((دولس سوه ډالر می په پور واخیستل او قاچاقبر ته می ورکړل څو ترکیې ته ورسېدم او اوس چې را ایستل شوی یم، لږ تر لږه مصرف شوي پیسې دې راکړي چې خپل پور پرې خلاص کړم.))
هغه افغان دولت د خپلو وګړو له حقونو د دفاع په برخه کې په بې پروايي تورن کړ، ویې ویل چې په یاده موده کې یوه ورځ هم هیچا د افغانستان له سفارت څخه د دوى پوښتنه نه ده کړې، په داسې حال کې چې پاکستان سفارت هره ورځ د خپلو وګړو پوښتنه کوله.
د مزارشریف اوسېدونکی نورمحمد بل افغان پناه غوښتونکی چې په اجباري ډول ایستل شوی، وویل: ((د ډیپورتي فورم یې په زور پر موږ لاسلیک کړ او ویې ویل ټول لګښتونه مو چې دلته د اوسېدو په موده کې کړي، کابل ته تر رسېدو له ځنډ پرته درکول کېږي.))
هغه وویل: ((د افغانستان حکومت سربېره پر دې چې په هېواد کې د ننه خلکو ته کاري فرصتونه نه شي برابرولى، ان له هېواد څخه بهر هم د خپلو وګړو حقونو د دفاع په برخه کې ناتوانه دی او پیاوړې ډیپلوماسي نه لري.))
اعتراض کوونکي وايي چې د ژوند ټول شته امکانات یې د دې کډوالۍ پرمهال له لاسه ورکړي دي او اوس هیڅ هم نه لري او ان کورنۍ یې هم نه قبلوي؛ څو چې حکومت هغوی په کار نه کړي او په یاد سفر کې یې چې کوم لګښتونه کړي ور نه کړي، خپلو ولایتونو ته به ستانه نه شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










