اسعداباد (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٨): کونړ کې ګڼ شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو او عامو خلکو د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت او وسله والو طالبانو څخه د کوچني اختر په ورځو کې د اوربند غوښتنه وکړه.
دغه غونډه د غبرګولي په ١٢مه د کونړ په مرکز اسعد اباد کې جوړه شوې وه چې لسګونو ديني عالمانو، قومي مشرانو او عامو خلکو په کې برخه اخيستې وه.
په دغه غونډه کې دیني عالم او د نورستان ولایت د ارشاد حج او اوقافو ريیس مولوي محمد انور وويل چې اختر ته د احترام په خاطر نور بايد وسلې والې ډلې افغان وژنه بس کړي.
ده زياته کړه: (( که دوى رښتنې افغانان وي په دې بیچاره ولس دې نور رحم وکړي او په دې اختر کې دې د یتیمانو، کونډو، معیوبینو او دیني عالمانو عذر ومني او اوربند دې وکړي.))
دغه راز بل ديني عالم مولوي عبدالعزیز وويل چې که طالبان دايمي اوربند نه شي کولاى، نو لږ تر لږه د کوچني اختر په ورځو کې خو دې اوربند وکړي.
نوموړي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د پرديو ګټو لپاره دې نور خپل وروڼه نه وژني او له جګړې دې لاس واخلي.
همدارنګه قومي مشر عطاالله وويل چې عام ولس د سولې غوښتونکى دى او نه غواړي چې نور په هېواد کې وينه تويه شي.
د نوموړي په وينا، يو شمېر ګاونډي هېوادونه او ځينې افغان سياستوال نه غواړي چې په هېواد کې سوله راشي، کنه نور ټول سولې ته چمتو دي.
يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.
د غونډې په پاى کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وويل، دوى چمتو دي چې د اختر په شپو او ورځو کې په دغه ولايت له طالبانو سره اوربند اعلان کړي.
دى وايي: ((موږ اماده يو چې د دغه ولايت په هره سيمه کې له طالبانو سره د سولې په تړاو خبرې وکړو.))
دغه راز والي د کونړ خلکو ته ډاډ ورکړ چې له اختر وروسته به د يو شمېر ولسواليو لويو لارو د امنيت د ټينګښت په موخه پوستې جوړې کړي.
داسې مهال کونړ کې ديني عالمان او قومي مشران د اوربند غوښتنه کوي چې طالبانو پخوا د اوربند مسله رد کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










