کندهار (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۸): اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کندهار کې د لوی امپراتور احمد شاه بابا د مور زرغونې انا د مقبرې پر رغولو ۹ میلیونه افغانۍ لګوي.
د زرغونې انا مقبره د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک کلي کې ده او کلونه کېږي چې په خراب وضعیت کې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین پوهاند رسول باوري او د دغه وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد چې کندهار ولایت ته یې سفر کړی، د دې مقبرې د رغولو چارو د ژر پيلېدو خبر ورکړ.
پوهاند رسول باوري پژواک خبري اژانس ته وویل، اړوند وزارت د احمد شاه بابا د مور د مقبرې د رغولو لپاره سمدستي ۹ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې خو که اړتیا شي نورې پیسې به هم پرې ولګوي.
هغه زیاته کړه، د کندهار اوسېدونکو له ډېره وخته د دغه تاریخي زیارت او مقبرې جوړولو غوښتنه کوله چې له ښه مرغه په دې وروستیو کې ورته بودجه منظور شوې او کارونه به یې ژر پيل شي.
د زرغونې انا مقبره چې پر جوړېدو یې شاوخوا سل کلونه اوړي، تاریخي مخینه لري چې په تېر کې د نه پاملرنې له امله د نړېدو له ګواښ سره مخ ده.
زرغونه انا د احمد شاه بابا مور او د خپل وخت پوهه او هوښیاره مېرمن وه او کله چې احمد شاه بابا د لويي جرګې له خوا د هېواد د مشر او ساتونکي په توگه وټاکل شو، نو هغې د يوې مشاورې په توګه له هغه سره په چارو کې مرسته کوله.
د زرغونې انا د مړیني دقیقه نېټه نشته خو ویل کېږي چې د ١١٧٤ هـ ق او١١٨٦هـ ق کلونو ترمنځ وفات شوې ده.
په ورته توګه پلاوي د میرویس نیکه د مقبرې له رغنیزو چارو هم لیدنه وکړه او ویې ویل، د دغه تاریخي زیارت د رغونې چارې موده وړاندې پيل شوې او په نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.
باوري وویل، د میرویس نیکه مقبرې رغونې چارې ډېرې ښې ترسره شوې، وزارت پلان لري په کندهار کې ټولو تاریخي ابداتو او اماکنو ته پاملرنه وکړي څو دغه تاریخي شتمني خوندي وساتل شي.
ده یادونه وکړه چې همدا اوس په کندهار کې د ۴ تاریخي ځایونو (د میرویس نیکه مقبره، زړه جامع، نارنج ماټۍ او مینا برج) د رغونې چارې روانې دي او له اړتیا سره سم به د نورو تاریخي ځایونه رغونه هم پيل شي.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب له اطلاعاتو او فرهنګ وزارته مننه کوي چې په دې وروستیو کې یې د تاریخي ځایونو خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړې ده.
نوموړي پژواک اژانس ته وویل، د دغو تاریخي ځایونو ساتنه د ټول ولس مسوولیت دی.
ده له اړوند وزارت څخه غوښتنه وکړه چې تاریخي ابدات او مقدس اماکن دې په مسلکي ډول ورغول شي او وساتل شي څو معنوي او تاریخي ارزښت ته یې زیان ونه رسېږي.
د کندهار یو شمېر تاریخي ځایونه او ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي چې رغونې او ساتنې ته جدي اړتیا لري.
په دغه ولایت کې له ۳۰ څخه ډېر تاریخي ابدات ثبت دي چې ځیني یې زرګونه کاله مخینه او قدامت لري.
دغه تاريخي ابدات د کندهار زوړ ښار، د اشوکا کتيبه، چهل زينه، نارنج ماڼۍ، منډيګک، ارګ، احمد شاهي کلا، د سپېروان غونډۍ، مينا برج، سلیمان برج، میرهزار جومات او يو شمېر نور تاریخي ځایونه دي چې ډېر يې دا مهال په بد حالت کې دي، که پاملرنه ورته ونه شي نو له منځه به لاړ شي.
لیکوال او شاعر او د ملالۍ پوهنتون استاد عبدالواسع هڅیال پژواک خبري اژانس ته وویل، د نا امنۍ تر څنګ تاريخي ابداتو ته څېرمه د ځمکو غصب او د خپلسرو ودانيو جوړول هغه څه دي چې د لرغونو ځايونو ارزښت ته يې زيان اړولى او د له منځه تلو له ګواښ سره یې مخ کړي دي.
ده زیاته کړه، په دې برخه کې نارنج ماڼۍ- چې د هوتکیانو له دورې ها خوا تر زرو کلونو ډېر قدامت لري- تر ټولو ډېره له ګواښ سره مخ ده، ځکه په تېر کې يې ګڼې ځمکې غصب شوي دي.
دی وايي، اړوند وزارت ته په کار دي چې په دې تاريخي سيمه کې د نور غصب مخه ونيسي او یو محافظتي دېوال پرې را وګرځوي، څو په بشپړه توګه خوندي او تاريخي ارزښت يې پر ځاى پاتې شي.
هڅیال دغه رار د کندهار ښار په لوېدیځه څنډه کوکران سیمه کې د میرویس نیکه د استوګنې د کور او د کندهار ښار په زړه کې د احمد شاه بابا د کور یادونه وکړه چې تاریخي مخینه لري او دا مهال په کې د هغوی لمسي او کړوسي ژوند کوي.
د لوى امپراتور احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لومړي سمت اړوند د سدوزو په کوڅه کې موقعیت لري چې اوس هم په هماغه پخوانۍ بڼه پر ځاى پاتې دى، دغه کور په (۱۱۷۲) کال کې د احمدشاه بابا په لارښوونه د فني کارګرانو او معمارانو له خوا په بخارایي معمارۍ سبک جوړ شوى دى .
دی غوښتنه کوي چې دولت دې دغه کورونه له هغوی په بیه واخلي او د تاریخي ځایونو په بڼه دې یې خوندي کړي.
ده دا هم وویل چې ګڼ شمېر نور تاريخي ابدات چې په يو شمېر ولسواليو لکه ارغنداب، پنجوايي، ميوند، سپين بولدک او نورو کې موقعيت لري، هم د مرکزي ادارې جدي پاملرنې او ساتنې ته اړتيا لري.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










