کابل (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٨): د خیالي محصلینو د مخنیوي په موخه به له دې وروسته د لوړو زده کړو د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموينې هم د لوړو زده کړو وزارت له خوا اخيستل کېږي.
دغه څرګندونې د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینو ملي ادارې مشرعبدالقدیر خاموش نن کابل کې د لوړو زده کړو په موسسو کې د ازموینو د طرزالعمل د پلي کېدو څرنګوالي په مناسب جوړه شوې غونډه کې وکړې.
هغه وويل چې د خصوصي پوهنتونونو د اعتبار لوړېدو، د محصلینو د کره شمېر معلومولو او د خیالي محصلینو د مخنیوي په موخه به وروسته له دې د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینه هم د لوړو زده کړو وزارت له خوا اخیستل کیږي.
دى وايي، له هغو کسانو چې د کانکور په عمومي ازموينه کې بريالي پېژندل شوي او خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شوي، خصوصي پوهنتون کې د شاملېدو پر مهال اړتيا نه لري چې بيا په کانکور ازموينه کې برخه واخلي.
هغه وويل چې دغه کسان کولى شي د فيس په تخفيف سره د لوړو زده کړو په خصوصي پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د لوړو زده کړو د معلوماتو له مخې، سږ کال د کانکور د عمومي ازموينې له نږدې ١٧٥ زره ګډونوالو څخه شاوخوا شل زره تنه ناکام شوي او له پاتې کاميابو کسانو شاوخوا ٧٧ زره د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونونو او پاتې نور د لوړو او نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو ته معرفي شوي دي.
سرچينه زياتوي چې افغانستان کې ١٣١ خصوصي او ٣٨ دولتي پوهنتونونه فعاليت لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











