منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار ښوونځیو زده کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۹ تله ۹۸): د کندهار ښوونځيو زده کوونکي وايي، د کتابونو کمښت یې پر زده کړو منفي اغېز کړی دی.

که څه هم د کتابونو کمښت د ټولو زده کوونکو جدي ستونزه ده خو د اووم، اتم، نهم او لسم ټولګيو زده کوونکي ډېر له دې ستونزې سره مخ دي.

دوی غوښتنه کوي چې د پوهنې وزارت دې د دوی د کتابونو غم وخوري.

سعیداحمد د کندهار ښار د سید جمال الدین افغان د دوولسم ټولګي زده کوونکی دی؛ دی وايي، د ښوونځي ادارې نیم کتابونه ورکړي او نیم یې نه دي ورکړي.

هغه زیاته کړه، نیم ورکړل شوي کتابونه هم زاړه او استهلاک شوي او د ګټې اخیستو وړ نه دي.

دی وايي، د کتابونو نشتوالی یې د زده کړې پر بهیر ناسم اغېز کړی، ځکه که زده کوونکو کتاب و نه لري هغه به زده کړه څنګه وکړي.

نوموړی وايي، دا یوازې د ده ستونزه نه ده، بلکې هر زده کوونکی د کتابونو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دی.

دی د پوهنې له وزارته غوښتنه کوي چې د کندهار د زده کوونکو د کتابونو د کمښت ستونزه حل کړي.

د کندهار ښار د ظاهرشاهي لېسې د اتم ټولګي زده کوونکی نثار وايي، یوازې د دوو مضمونونو کتابونه لري او نور یې په بازار کې په بیه اخیستي.

خو دی شکایت کوي چې له بازاره اخیستل شوي کتابونه ډېر بې کیفیته چاپ شوي او په سمه توګه استفاده نه شي ورڅخه کولای.

دی هم د پوهنې له وزارته غواړي چې د کندهار د زده کوونکو د کتابونو د کمښت ستونزه حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ مخکې په کندهار کې تعلیمي کال شروع شوی او د پوهنې ریاست هوډ لري چې سږنی ښوونیز کال ۶۰ زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شي چې د دوی لپاره د کتابونو او نورو درسي توکو چمتو کول یوه بله ستونزه ده.

د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي هم د زده کوونکو د کتابونو د کمښت ستونزه جدي ګڼي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، د پوهنې ریاست د زده کوونکو لپاره ۲ میلیونه کتابونو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې وزارت ورته ۳۶۰ زره کتابونه ورکړي چې په هیڅ توګه بسنه نه کوي.

دی وايي، د دې تر څنګ یې د یوې مرستندویې ادارې په همکاري شاوخوا ۳۵۰ زره تدریسي کتابونه تر لاسه کړي خو نوموړی دا بس نه بولي او یادونه کوي چې لسګونو زره نورو کتابونو ته اړتیا ده.

د ده په وینا، په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت د نوو چاپ شوو درسي کتابونو د وېش لړۍ پيل کړې چې شمېر یې ۱۲ میلیونه او ۲ لکه ټوکه ته رسېږي.

دی وايي، له بده مرغه په دغو کتابونو کې کندهار ته کمه ونډه ورکړل شوې ده.

نوموړی هم له وزارت څخه د کتابونو غوښتنه کوي چې په ترلاسه کولو به یې د کتابونو د کمښت ستونزه تر ډېره هواره شي چې زده کوونکي ورسره له کلونو راهیسې مخامخ دي.

کندهار په خپل تشکیل کې ۴۷۰ ښوونځي لري چې ټولټال ۳۳۲ زره ۶ سوه او ۱۷ تنه زده کړې په کې کوي.

تر تېر کال پورې له دې ډلې ۱۵۳ ښوونځي تړلي وو، خو په دې وروستیو کې د لسګونو ښوونځيو په پرانیستلو دغه شمېر ۹۸ ته راټیټ شوی.

له دغو ستونزې ور ها خوا د پوهنې پر ټکني بهیر او اړوندو چارو کې د فساد په اړه هم ګڼې نیوکې شته.

څه موده وړاندې د کندهار والي حیات الله حیات له خوا د پوهنې د بهیر پر سونزو د بحث او حل لارو موندلو په اړه لویه غونډه جوړه شوې وه او ویلي یې وو چې په دې ولایت کې د پوهنې بهیر له ستونزو سره مخامخ دی او د خلکو له نظارت او څارنې پرته په کې اصلاحات نه شي راتلای.

دی وايي، هغه څېړنې چې دوی د کندهار د پوهنې په اړه کړې، دوه ډوله ستونزې شته چې یو ډول یې کورنۍ او بل ډول یې بهرني دي.

د ده په خبره، په داخلي ستونزو کې د کتابونو، ودانیو، کم تشکیل، د مسلکي ښوونکو نشتوالی او نو راځي او په بهرنیو ستونزو کې ناامنۍ، د زورواکو مداخلې، د ولسي همکارۍ نشتوالی، غربت، د پوهاوي ټيټه کچه او نور شامل دي چې په اړه یې باید جدي کار وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه