منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار والي: ځينې رييسان د خپلو نيمګړ تياوو له امله رسنيو سره معلومات نه شريکوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

جلال اباد (پژواک ۱۲ لړم ۹۸): د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي چې  په دغه ولايت کې لا هم يوشمېر رييسان په کارونو کې د نيمګړتياوو له ډاره له رسنيو سره معلومات نه شريکوي؛ خو په ولايتي کچه خبريالانو ته د اطلاعاتو ورکړې اسانتياوې برابرې شوې دي.

بلخوا خبريالان هم نيوکه کوي چې د ولايت د وياند له دفتره پرته په ډېرو ادارو کې د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دوی دا څرګندونې د لړم په ۱۲مه جلال اباد ښار کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې له لوري جوړې شوې د خبريالانو پر وړاندې د جرايمو د معافيت ختمولو نړيوالې ورځې په مناسبت د خبريالانو او ولايتي چارواکو ګډې غونډې کې وکړې.

ننګرهار کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر شيرشاه همدرد وويل، د تېر کال په پرتله دغه ولايت کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې شوي ، خو اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ستونزه لا هم په خپل ځای پرته ده.

هغه زياته کړه، تېر کال دغه ولايت کې لس پېښې ثبت شوې وې، سږکال ۶ دي، چې هغه هم يوازې ټيلېفوني ګواښونه دي؛ خو مهمه يې دا ده چې د همدغو ګواښونو له امله درېيو ښځينه ژورنالېستانو دندې پرېيښې دي.

په ننګرهار کې د اريانا نيوز خبريال رحمت الله زيارمل هم وويل، رييسان د معلوماتو پټولو هڅه کوي چې پر وخت د راپورونو چمتو کولو برخه کې يې ستونزې جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه، ولايتي اداره بايد خبريالانو ته د معلوماتو ورکړې زمينه برابره کړي او دغه راز يې پر خبريالانو هم غږ وکړ چې يوازې خبريال پاتې شي او هېڅ پلو کې واقع نه شي.

دغه راز دغه ولايت کې د بي بي سي خبريال ذبيح الله رحيمزي هم د خبريالانو پر وړاندې د ګواښونو له موجوديته شکايت وکړ او اندېښنه يې شريکه کړه چې خبريالانو ته د څېړنيز ژورناليزم مخته وړلو پر مهال ګواښونه ډېرېږي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې په دې غونډه کې يې ګډون کړى و، وويل چې يو شمېر رييسان په خپلو چارو کې د نيمګړتياوو د ډار له امله د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي خو  هر کله چې معلومات شريک کيږي ستونزې هم ورسره کمېدلی شي.

هغه زياته کړه، خبريالانو ته د اطلاعاتو ورکړې برخه کې ډېر جدي دی، خپله هم معلومات شريکوي او د ولايتي وياند اداره هم فعاله ده خو کوښښ کېږي چې د ټولو ادارو رييسان دې ته وهڅوي چې له خبريالانو سره لږ تر لږه مياشت کې يو ځل د خپل دفتر فعاليتونه شريک کړي.

 د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحيم الله خوږياڼي وويل، د خبريالانو پر وړاندې ټولې ستونزې د معيار په پام کې نه نيولو له امله رامنځته کېږي او دوی پلان لري چې د ژورنالېستانو د ظرفيت لوړولو لپاره پروګرامونه چمتو کړي.

د ننګرهار د استېناف محکمې رييس قضاوتمند عبدالولي قاضي زاده وويل، قانون ټولو اشخاصو ته د اطلاعاتو د لاسرسي حق ورکړی، خو د اوصولو مطابق بايد دا چاره ترسره شي او دغه راز په قانون کې ادارې او مسوولين هم مکلف شوي چې رسنيو سره معلومات شريک کړي.

دغه راز په ختيځ کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې صبرينا حميدي وويل، د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ټولې قضيې له نږدې څېړي او پر حکومت يې غږ وکړ چې د سولې په پروسه کې بايد د بيان ازادي قرباني نه شي؛ ځکه دغې برخې ته ډېرو خبريالانو قرباني ورکړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور