کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۹۸): د افغانستان، پاکستان، ایران، او تاجکستان هېوادونو ترمنځ د یوې ورځې لپاره په کابل کې کلتوري جشنواره جوړه شوه.
په یاده جشنواره کې شاوخوا د شلو ولایتونو لاسي صنایع او بېلابېل فرهنګي توکي او کتابونه نندارې ته وړاندې شوي وو.
په دې جشنواره کې د میدیوتیک افغانستان مشر محمد عاطف فقیرزاده وویل چې د دغه شان جشنوارو جوړېدل د ګډون کوونکو هېوادونو د اړیکو په ښه کولو کې مثبت اغېز لرلاى شي.
د هغه په اند، دغه ډول جشنوارې به وکولاى شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترينګلي اړيکې هم ښې کړي.
په یاده جشنواره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو مرستیال محمد اجمل شاپور وویل چې دغه هېوادونه له يو بل سره تاریخي او فرهنکي اړيکې او ورته والی لري.
هغه په خواشينۍ سره وويل چې د افغانستان ځوانان لا هم د ګډو ارزښتونو د ساتلو لپاره په جګړه او تاوتریخوالي کې ژوند کوي.
د نوموړي په وینا، سوله د افغانستان د حکومت لومړیتوب دی او افغانان تر نورو ښه د ارامه ژوند کولو په معنى پوهيږي.
شاپور تینګار وکړ، که د سيمې هېوادونه د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزره وکړي نو په سیمه کې به ثبات رامنځته شي او ټول به سوله کې ژوند وکړي.
په جشنواره کې د پاکستان له لوري ګډون کوونکې مېرمن شایسته حکیم پژواک ته وویل: ((موږ دلته د امن پیغام راوړی او د امن د سفیر په حیث راغلي یو.))
هغې زیاته کړه چې دواړه هېوادونه ګډې کلتوري او ژبنۍ اړيکې لري چې د داسې جشنوارې جوړېدل پرې ښه اغېز کولاى شي.
همدارنګه په دې جشنواره کې د تاجکستان ګډون کوونکي عدالت ميرزا پژواک ته وويل، دا دويم ځل دى چې په کابل دغه ډول جشنواره جوړېږي چې دا د ځوانانو ترمنځ د ښو اړيکو لامل هم کېداى شي.
د عدالت په نظر، که چېرې د ځوانان ترمنځ ښې اړيکې شتون ولري نو پر سياسي اړيکو هم مثبت اغېز لرلاى شي چې د هېوادونو د پرمختګ لامل کېږي.
نوموړې هېله وښوده چې ژر تر ژره په افغانستان کې سوله راشي ترڅو افغان ځوانان هم د نورو په څېر په ارامه فضا کې ژوند وکړي.
د يادونې ده، دغه جشنواره د يوې ورځې لپاره د کابل ښار په بابر بڼ کې جوړه شوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










