منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۲ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پروان کې د ۲۰ نجونو په ګډون د قرانکریم ۶۳ حافظانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

چاریکار (پژواک، ۱۶ لړم ۹۸):  په پروان ولایت کې د شلو نجونو په ګډون د قرانکریم ۶۳ حافظانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د پروان د معارف مسوولانو پژواک ته ویلي چې دا شمېر زده کوونکو د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د ابوذر غفاري په دارالحفاظ کې د قرانکریم د حفظ ترڅنګ د نورو مضامینو د زده کړې له یوه پروګرام وروسته خپل سندونه ترلاسه کړل.

د پروان د پوهنې ریاست ویاند عبدالخبیر صدیقي پژواک ته وویل چې د دغو حافظانو د زده کړې په پروګرام کې ۴۳ هلکان او ۲۰ نجونې له تخار، بدخشان، کندوز، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشېر او کابل ولایتونو څخه وو.

بلخوا د د ابوذر غفاري د دارالحفاظ امر قاري عبدالوهاب پرواني وایي چې دا په یاد دارالحفاظ کې د حافظانو شپږمه دوره کېږي چې د یادو حافظانو په ګډون ۳۰۰ هلکانو او ۷۰ نجونو د فراغت سندونه ترلاسه کړي.

نوموړي په هېواد کې د دیني زده کړو لپاه د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا مهال په یاد دارالحفاظ کې د قرانکریم د حفظ په موخه ۱۱۰ نجونې لیلیه شوې دي چې له نېکه مرغه د خلکو بر شخصي لګښت تمویلېږي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د دینې زده کړو لپاره له مخکې ډېره زمینه برابره کړې څو ځوانان ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه کړي او بیا د خپلې ټولنې لپاه سرخوږی جوړ نه شي.

له دې دورې فارغ د تخار ولایت یو اوسېدونکی احمد رشاد دی.

دا چې نوموړي وکولای شول د قرانکریم حافظ شو په ډېره خوښۍ یې پژواک ته وویل چې خپلو دینې زده کړو ته به دوام ورکوي او ژمنه کوي چې د خپلې ټولنې خدمتګار واوسي.

په جبل السراج ولسوالۍ کې د ابوذر غفاري دارالحاظ د ۱۳۷۵ نجونو او هلکانو زده کوونکو درلودونکی دی چې دا شمېر زده کوونکي په پنځو الحاقیو او یوه مرکز کې ټوله ورځ په زده کړو بوخت وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور