منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اندرابي: په کونړ کې به هم داعش ډېر ژر له منځه یوسو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۳ کتنې

اسعد اباد (پژواک، ٢٠ لړم ٩٨): د کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي وايي چې په ننګرهار کې يې داعش ته ماتې ورکړې او ډېر ژر به کونړ هم له دغې وسله والې ډلې پاک کړي.

اندرابي چې پرون تر ناوخته کونړ ته راغلى و، له ځايي ملکي او امنيتي چارواکو سره له ليدنو وروسته يې ډيورنډ پولې ته څېرمه له امنيتي ځواکونو هم ليدنه وکړه.

هغه زياته کړه، وسله والو طالبانو افغان خاوره کې نورو ترهګرو ډلو ته د فعاليت زمينه برابره کړې که د سولې له پروسې سره يوځای نه شي، افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې وځپي.

نوموړي د يوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، داعش وسله واله ډله یې ننګرهار کې ماته کړې او اوس وار دی چې په کونړ کې هم د يادې ډلې ټول پټنځایونه او مرکزونه په بشپړ ډول له منځه يوسي.

اندرابي  وايي، په کونړ کې يې امنیتي مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د هېڅ يوې ترهګرې ډلې پر وړاندې له رحمه کار وانه خلي او هغوی چې د دولت ضد کړنې کوي، په نښه کړي او له منځه یې یوسي:

ده زياته کړه ((داعش ډله له مقاومته وتلې، ننګرهار کې له ماتې سره مخ شوې او ډېر ژر به یې کونړ کې هم پټنځایونه او مرکزونه په نښه شي او ریښې به یې له منځه یووړل شي.))

نوموړی زیاتوي، کورنیو چارو وزارت به د یوې پنځه کلنې طرحې پلې کېدو له لارې په ټول هېواد کې د پولیسو په تشکیل، روزنې او تجهیز په برخه کې پراخوالی رامنځته کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه