جلال اباد (پژواک ۱۷ کب ۹۸): د ختیځ په کچه ۷ سوه علماوو د یوې غونډې په ترڅ کې روانه جګړه ناروا وبلله او په ښکېلو خواوو یې د تلپاتې اوربند د ټينګښت غږ وکړ.
دغه علما چې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د کب په ۱۷مه را ټول شوي وو، په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ جګړه پردۍ وبلله او په ښکېلو لورو یې د افغان وژنې د مخنیوي په موخه د تلپاتې اوربند غوښتنه وکړه.
دیني عالم مولوي نجیب الله حقیار وایي، جګړه د حل لاره نه ده او په ښکېلو خواوو غږ کوو چې د خبرو اترو له لارې ستونزه کړي، ترڅو په افغانستان کې ورور وژنه پای ته ورسیږي او تلپاتې سولې ته زمینه برابره شي .
هغه وویل: ((بدبختانه چې د جنګ په ښکېلو خواوو کې داسې مقدس شخصیتونه، مقدس ځایونه، مقدس اهداف زیانمن شول چې رغونه یې ډېر وخت غواړي، نو غوښتنه مو دا ده چې د سولې ډګر ته لاړ شي، د مذاکراتو ډګر ته لاړ شي، خپلې ستونزې د همدغه ادرس نه حل کړي او نور جنګ، جګړې او وژلو ته زړه ښه نه کړي، ځکه په دې کې خیر نشته او هدف په کې لاسته نه راځي.))
مولوي حبیب الله جلال ابادي بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د نورو پر ځای او منځګړیتوب له افغان حکومت سره په خپل وطن کې په مستقیم ډول خبرې وکړي او په خپل وطن کې سولې ته په خپله زمینه برابره کړي .
دیني عالم مولوي اجمل سعود وویل، اوسنۍ جګړه د افغانانو په خیر نه ده، د سولې په اړه له شته فرصت څخه باید ګټه واخیستل شي، ترڅو په هېواد کې جګړه پای ته ورسیږي او د یوه غښتلي نظام د بقا لپاره په ګډه کار وشي .
نوموړي له حکومت او وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وکړه ترڅو هغه شرطونه چې د بین الافغاني خبرو اترو د مذاکراتو ځنډ لامل کیږي، باید په اړه یې له سخت دریځۍ څخه ډډه وکړي، ترڅو سولې ته زمینه برابره شي .
دیني مولوي ضیاءالرحمن یار او شیخ صادق بیا وويل، ښکېلې خواوې له جګړې ستړي دي او د سولې رامنځته کېدو ته فرصت برابر شوی دى.
دوی زیاته کړه، تر هغې چې بین الافغاني مذاکرات پیلیږي، باید دواړه خواوې دایمي اوربند اعلان او د خبرو اترو له لارې ستونزه حل کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










