منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سولې په اړه پرېکړو کې د ښځو حقونو د تضمين غوښتنه وشوه

پژواک خبري اژانس
· ۲ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

پلخمري (پژواک، ۱۷کب ۹۸): په بغلان ولايت کې سلګونو ښځو او مدني فعالانو د يوې غونډې په ترڅ کې د سولې په اړه پرېکړو کې د ښځو د حقونو د تضمين غوښتنه وکړه.

د بغلان ولايت سلګونو ښځو او مدني فعالانو نن په مرکز پلخمري کې لويه غونډه جوړه کړې وه.

په دغې غونډه کې د بغلان ولايت مقام د جندر مسوولې زحل سيفي وويل چې د دغه ولايت د سولې په تړاو له ټولو پرمختګونو څخه ملاتړ کوي.

خو هغې وويل: ((د سولې په اړه هره پرېکړه چې کېږي، بايد د ښځو حقوق په کې خوندي وي او مونږ ته په دې برخه کې بايد ضمانت راکړل شي.))

دې ګواښ وکړ که چېرې د سولې اړوند پرېکړو کې د دوى حقوق خوندي نه شي، پرېکړې يې دوى ته د منلو نه دي.

دغه راز د غونډې يوې ګډونوالې سوسن وفا وويل، له سياسي ډګره په ښکاره ډول د ښځو د ګوښه کولو هڅې روانې دي چې دا د ښځو له حقونو سره ښکاره ظلم دى.

هغې وویل: ((هغه چې د ښځو د حقونو د ملاتړ شعار ورکوي، کله یې هم د ښځو په اړه رښتینې دفاع نه ده کړې، همدوی دي چې غواړي يو ځل بيا افغان مېرمنې د کور بندیانې کړي.))

همدارنګه په دغې غونډه کې د ځوانانو پارلمان غړې عشوا ولی زاده وویل،  د سولې په اړه ترسره شوو ناستو ته په کتو د ښځو ونډه بېخي کمه وه چې دوى يې راتلونکې ته اندېښمن کړي دي.

دا وايي، د افغان مېرمنو له ګډون پرته د سولې خبرې بې ګټې او پرېکړې یې په هيڅ ډول دوی ته د منلو نه دي.

په دغې غونډه کې څو نورو ښځو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د سولې په پروسه کې بايد د ښځو حقونو ته جدي پاملرنه وشي.

تر دې وړاندې هم په څو ولايتونو کې ښځو ته وروسته تر هغه د دوى د حقونو په اړه اندېښنې پيدا شوې کله چې د طالبانو او امريکا ترمنځ تړون لاسليک شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې