منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۴ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په زده کړې کې د کندهار د ښځینه وو ونډ کمه ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۸کب ۹۸): چارواکي وايي، کندهار کې په زده کړه او تعلیم کې د ښځینه وو ونډه کمه ده او په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده.

دغه څرګندونې نن د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وشوې.

غونډه د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې جوړه شوې وه چې د چارواکو تر څنګ په کې سلګون مېرمنو ګډون کړی وو.

غونډې ته د کندهار د ښځو چارو رییسې مېرمن رقیې اڅکزۍ په خپله وینا کې وویل، روان کال کې یې د کندهار په کچه له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۳۹ پېښې ثبت کړي چې ۱۶۵ په کې وهلو ټکولو، ۱۵ په کې له کوره د تېښتې، ۳۴ د نفقې نه ورکولو، ۹ د میراث، ۵۰ د وهلو ټکولو، ۱۱ د اجباري ودونو، ۵ په کم عمر کې د ودولو، ۲ د جنسي تېري او نورې دي.

هغې زیاته کړه، د دغو پېښو له جملې یې یو شمېر د ښځو چارو ریاست له خوا حل و فصل شوي او نورې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوې دي.

اڅکزۍ په کندهار کې د ښځینه وو د زده کړې اړوند هم معلومات ورکړل او ویې ویل، په دې ولایت کې په ۱۹ لیسو، ۳ منځنیو او ۱۵ لومړنیو ښوونځيو کې څه له پاسه ۸۴ زره نجونې زده کړې کوي.

دې یادونه وکړه چې دغه شمېر نجونو ته د ۸۶۴ ښځینه ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي.

په ورته توګه دې یادونه وکړه چې په عالي دارلمعلمین کې ۹۰ تنې او په کندهار پوهنتون کې ۴۹۲ تنې محصلینې په تحصیل بوختې دي.

د روغتیا برخې د خدماتو په اړه دې وویل چې د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې په دې ولایت کې ۳۸ تنې ښځینه ډاکټرانې، ۲۶۷ قابلې او ۱۹۸ نرسانې په دندو بوختې دي.

د ښځو چارو رييسې د نظامي برخې اړوند وویل چې د پولیسو په لیکو کې ۱۰۷ تنې ښځینه پولیسې، ۷ افسرانې او یوه سمونمله په دندو بوختې دي چې ۳ تنې یې د زده کړو لپاره ترکیې ته لېږل شوې دي.

دغه راز دې يادونه وکړه چې په کندهار کې ۲۴۹ تنې ښځې په موسسو او ۳۵۲ تنې مېرمنې په دولتي ادارو کې په کار بوختې دي.

مېرمن اڅکزۍ د دې تر څنګ یادونه وکړه چې د ښځو د اقتصادي ودې په موخه یې له مرستندویه ادارو سره له نږدې کار کړی او سلګونو مېرمنو ته د بېلابېلو حرفو او مسلکونو اړوند زده کړې ورکړل شوې دي.

هغې په دې برخه کې د ښځو لاسي صنایعو ته د درېیو نندارتونونو د جوړولو یادونه هم وکړه.

د کندهار د ولایتي شورا غړې زرغونې کاکړ وویل، د کندهار په لرې پرتو سیمو کې لا هم ښځې له راز راز ستونزو سره مخ دي او د هغوی په ژوند کې د بدلون لپاره ډېر کار ته اړتیا ده.

هغې د سولې په پروسه کې هم ښځو ته د ونډې په ورکولو ټینګار وکړ څو حقوقي یې خوندي شي.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وویل چې ولایتي اداره د ښځو د حقونو او هغوی ته د زده کړو او ژوند د ښه شراطو برابرولو ته ژمنه ده.

خو هغه وویل چې د تعلیم او زده کړې برخه کې د ښځینه وو ونډه کمه ده چې باید ډېر کار ورته وشي.

ده زیاته کړه، له بده مرغه ګڼې کورنۍ یا خو په خپلو نجونو زده کړې نه کوي او یا یې هم په شپږم او اووم ټولګیو کې له زده کړو راګرځوي.

ده ټينګار وکړ چې که غواړو ښځې خپل حقوق تر لاسه کړي نو باید په هغوی زده کړې وکړو.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې