منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۱ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ملي موزیم ته ۲۳۵ لرغوني اثار وسپارل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٨): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملي موزیم ته ۲۳۵ ډوله لرغوني اثار وسپارل او د هېواد د کلتوري میراثونو ساتنې لپاره یې د اوبو چارو د تنظیم له ادارې او کابل ښاروالۍ سره درې تړونونه لاسلیک کړل.

د دغه وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال محمد رسول باوري، نن کابل کې د کلتوري میراثونو ساتنې د ملي ورځې (کب۲۰) نمانځغونډې ته وويل، کلتوري میراثونه د یوه هېواد هویت دی، په یوه ورځ او یو کال کې نه ترلاسه کېږي، بلکې اوږده زمانه غواړي چې ساتنه یې د ټولو خلکو دنده ده.

هغه زیاته کړه، ياد شوي تړونونه د لرغونو اثارو د ساتنې او خلکو ته د ور معرفي کېدو په خاطر لاسليک شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې رئيس نوراغا نوري وویل، دغه وزات په تېر کال کې ۲۳۵ ډوله لرغوني او تاریخي اثار د علمي کېندنو په ترڅ ترلاسه کړي چې نن يې د ملي موزیم ادارې ته وسپارل.

دی وایي، سپارل شويو لرغونو اثارو کې سفالي لوښي، چراغونه، مختلفې مجسمې، مسي مسکوکات او خطي نسخې شاملې دي چې د لوګر له مس عینک، کابل بالاحصار، قل سرخ توت او د ننګرهار، پروان او غزني له سیمو ترلاسه شوي دي.

د هغه په وینا، د لرغونو اثارو ساتنې او پېژندې لپاره د اوبو چارو د تنظیم له ادارې سره یو او د کابل ښاروالۍ له کلتوري ریاست سره دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول چې له مخې به یې د اوبو د بندونو جوړولو پر مهال لرغونو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کېږي او پنځه کلتوري مرکزونه به جوړيږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور