منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۱ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

” ملا امامان دې قرائت لنډ تلاوت کړي او اودس، سنت او نفلونه دې کورونو کې وشي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۲ کتنې

کابل(پژواک، ۲۷ کب ۹۸): د حج او اوقافو وزارت د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه د عامې روغتيا وزارت د سپارښتنو عملي کول واجب وبلل، له ملا امامانو يې وغوښتل خطبې او قرااتونه لنډ او پر خلکو يې غږ وکړ چې سنت او نفل لمونځونه په کورونو کې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۲ ته لوړ شوی چې له دې ډلې ۱۳ کسان په هرات، ۳ پېښې په سمنګان، دوه په لوګر، دوه په کاپيسا يوه- يوه پېښه په بادغيس، دايکنډي او بلخ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزير عبدالحکيم منيب نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه د عامې روغتيا د سپارښتنو عملي کول واجب دي، تر څو د دې وبا مخه ونيول شي.

هغه پر ملا امامانو غږ وکړ چې د لمونځونو قراتونه دې لنډ تلاوت کړي او د جمعې د ورځو خطبې يوازې په عربي ژبه او په لنډه توګه ووايي او هغه سپارښتنې چې د دغه ويروس د مخنيوي په موخه دي، په ملي ژبو تر خلکو ورسوي.

منيب پر خلکو غږ وکړ چې اودسونه، سنت او نفل لمونځونه په کورونو کې وکړي او هغه کسان چې د زکام ناورغي هم ولري جوماتونو ته دې نه ورځي.

ده د روغتيا له نړيوال سازمان، عامې روغتيا وزارت او ملي سوداګرو څخه وغوښتل چې پر ټولو جوماتونو دې په مکرر ډول درمل وپاشي او ضد عفوني مواد دې جوماتونو ته ورکړي، تر څو ټول ګټه ورڅخه واخلي.

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزير له رسنيو او مخابراتي شبکو هم وغوښتل چې د کرونا ويروس د مخنيوي پيغامونه په ملي ژبو تر خلکو ورسوي، څو په ښه ډول د دې ويروس مخه ونيول شي.

هغه همداراز له ملي سوداګرو او هټۍ والو وغوښتل چې په بازار کې نرخونه ثابت وساتي او خلک دې د کرونا ويروس د خطر تر څنګ له اقتصادي خطر سره نه مخ کوي.

منيب له ګاونډي هېواد ايران څخه ګيله وکړه چې د خپلو اتباعو په څېر دې د افغان کډوالو درملنه هم وکړي.

دی وايي:"ايرانه! ته خو زموږ دوست او مسلمان هېواد يې، ګاونډيان يو پر بل حقونه لري؛ لومړي خو په ايران کې مېشت افغانان د درملنې حق لري، که يې درمنله نه کوي، لږ تر لږه له افغانستان سره دا مرسته وکړه چې راستنېدونکي کډوال معاينه کړه او له موږ سره دا همکاري وکړه چې کوم ناورغ او کوم کس روغ دی."

هغه پر افغانانو غږ وکړ چې مسنونه دعاګانې ووايي، د پنځه وخته لمونځونو ترڅنګ دې د تهجد او اشراق لمونځونه وکړي او د نړۍ ټولو انسانانو ته دې د خير دعا وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور