پل علم- لښکرګاه (پژواک، ٥ ورى ٩٩): په لوګر او هلمند ولايتونو کې د ١٢٨ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوي ښوونځي ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د اړوندې موضوع په اړه د وري په پنځمه د لوګر په مرکز پل علم کې جوړې شوې غونډې ته د دغه ولايت د پوهنې رييس نثاراحمد سعيدي وويل چې د لوګر په ځینو سيمو کې د پوهنې وزارت له پراختيايي بودجي د هلکانو او نجونو ٢٠ ښوونځي بيارغول شوي دي.
هغه وايي چې پر دغو ښوونځيو څه باندې ١١٣ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د پوهنې وزارت له پراختيايي بودجي ورکړل شوى دى.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو ښوونځيو کې اووه يې په مرکز پل علم، پنځه په بره کي برک، درې په محمد اغې، دوه په خوښۍ، دوه په څرخ او يوهم ازرې ولسوالۍ کې دي.
ده وويل: ((په دغو ښوونځيو کې پنځه زره نجونې او ٣٠زره هلکان زده کړې کوي، مخکې يې د ودانۍ په برخه کې ستونزې درلودې، خو د دې ودانيو په جوړېدو سره يې ستونزې هوارې شوې.))
د لوګر د پوهنې رييس زياتوي چې روان کال (١٣٩٩) يې د زده کړو کيفيت ښه کولو په نوم نومولى دى.
په دې غونډه کې د لوګر والي محمد انور اسحاقزي وويل چې حکومت د زده کړو لپاره اسانتياوې برابروي، خو خلک هم مسووليت لري چې خپل اولادونه د زده کړو لپاره ښوونځيو ته واستوي.
دى وايي: ((له خلکو غواړو چې د ښوونځيو په ساتنه کې له موږ سره جدي همکاري وکړي.))
دغه راز د مرکز اړوند د کلنګار لېسې زده کوونکي حميد پژواک ته وويل: ((پخوا زموږ ښوونځي ودانۍ نه درلوده، په سخت مشکل کې و، ډېر وخت به د باد او باران پرمهال ښوونځى رخصت و او امنيتي مشکلات هم وو خو اوس به دا هرڅه حل شي.))
د لوګر د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې د روان کال تر پايه په دغه ولايت کې ٢٥ نورو ښوونځيو ته هم ودانۍ ورغول شي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نجونو يو ښوونځى ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې دغه ښوونځى د يو کال په موده کې جوړ شوى دى.
دى وايي چې پر دغه ښوونځي ١٥ ميليونه افغانۍ لګول شوې چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لوري ورکړل شوې دي.
د والي د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځى ١١ درسي او اداري خونې، کمپيوټر خونه، د اوبو منظم سيستم، تشنابونه او نور ملحقات لري.
دغه راز د سيمې يو اوسيدونکي علي رضا وويل: ((د دې ښوونځي په جوړېدو سره اوس موږ کولاى شو چې په ارامه زړه خپلې لوڼې ښوونځي ته واستوو.))
د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو ناامن ولايت دى چې د ناامنۍ له امله نږدې پنځه سوه زره په شرايطو برابر ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










