منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۷ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سپین بولدک له لارې پرون نږدې لس زره افغانان هیواد ته ستانه شول

پژواک خبري اژانس
· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۹ وری ۹۹) : د کندهار ولایت مقام وایي چې پرون دلارې خلاصیدو وروسته د سپین بولدک له لارې نږدې لس زره افغانان هیواد ته ستانه شول.

تر دې مخکې د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې د افغان حکومت په غوښتنه له دوشنبې تر پنجشنبې ورځې پورې د تورخم او سپین بولدک لارې د څلور ورځو لپاره پرانیزي.

دا لارې پاکستان د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه شاوخوا درې اونۍ مخکې بندې کړې وې.

د کندهار ولایت مقام لخوا په یوه خپره شوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون د ورځې تر پایه پورې له پاکستان څخه افغانستان ته د سپین بولدک له لاري ۹ زره ۱۹۸ تنه مسافر راستانه شول.

سرچینې زیاته کړې، په دې کې زر تنه مسافر په پاسپورټ او ویزه او پاتې ۸ زره ۱۹۸ تنه بې پاسپورته هیواد ته راستانه شول، چي د عامي روغتیا ریاست د ۵۰ تنه روغتیايي پرسونل تر دقیق سکرین وروسته ورته د راتګ اجازه ورکړل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي،دغه راز مسافرینو ته د وقایوي لارښوونو تر څنګ ورته جدي توصیه کیدل، چي تر ۱۴ ورځو پوري ټول مسافر په خپلو کورونو کي ځانونه قرنطین کړي.

 د ولایت مقام وایي، په راستنو شویو مسافرو کي یوازي یوه تنه ښځه په کرونا ویروس مشکوکه وه، چي د سمپل اخیستلو او قرنطین په موخه د عینو میني په ۳۵۰ بستریز روغتون کي تر مراقبت لاندې ده او پاتې نورو مسافرو د روغتیاپالانو له نظره کومه د کرونا علایم په ځان کي نه لرل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال